په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره، دوی په ورته وخت کې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو امر صادر کړل. د ښوونځیو د دروازو په تړل کېدو سره نه یوازې نجونې له زده کړو بې برخې شوې، بلکې د روښانه راتلونکی هیله یې هم له لاسه ورکړې ده. طالبانو په خپل وروستی اقدام کې د بامیان ولایت د ارغوشه نجونو لېسې د یوې دینی مدرسې په توګه نومولې ده.
د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو نن سېشنبې (د غویی ۴) د افغانستان ښځو خبری آژانس ته وویل چې طالبانو د بامیان ولایت د مرکز اړوند زرګران دره کې د ارغوشه خصوصی ښوونځی په یوه دینی مدرسه بدل کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې مدرسه کې شاوخوا پنځوس ښځینه زده کوونکی په زده کړو بوخت دی.
په تعلیمی نصاب کې بدلون او په دینی مدارسو باندې د ښوونځیو بدلیدل د هیواد د اوسیدونکو ترمنځ د پام وړ اندیښنې راپارولی دی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس