طالبانو په بامیان کې ارغوشه خصوصی ښوونځی په مدرسه بدل کړل
طالبانو په بامیان کې ارغوشه خصوصی ښوونځی په مدرسه بدل کړل
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره، دوی په ورته وخت کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو امر صادر کړل. د ښوونځيو د دروازو په تړل کېدو سره نه يوازې نجونې له زده کړو بې برخې شوې، بلکې د روښانه راتلونکي هيله يې هم له لاسه ورکړې ده. طالبانو په خپل وروستي اقدام کې د بامیان ولایت د ارغوشه نجونو لېسې د یوې دیني مدرسې په توګه نومولې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره، دوی په ورته وخت کې له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو امر صادر کړل. د ښوونځیو د دروازو په تړل کېدو سره نه یوازې نجونې له زده کړو بې برخې شوې، بلکې د روښانه راتلونکی هیله یې هم له لاسه ورکړې ده. طالبانو په خپل وروستی اقدام کې د بامیان ولایت د ارغوشه نجونو لېسې د یوې دینی مدرسې په توګه نومولې ده.

د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو نن سې‌شنبې (د غویی ۴) د افغانستان ښځو خبری آژانس ته وویل چې طالبانو د بامیان ولایت د مرکز اړوند زرګران دره کې د ارغوشه خصوصی ښوونځی په یوه دینی مدرسه بدل کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې مدرسه کې شاوخوا پنځوس ښځینه زده کوونکی په زده کړو بوخت دی.

په تعلیمی نصاب کې بدلون او په دینی مدارسو باندې د ښوونځیو بدلیدل د هیواد د اوسیدونکو ترمنځ د پام وړ اندیښنې راپارولی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس