ننګرهار:د لاسی بم په برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 
ننګرهار:د لاسی بم په برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

ننګرهار کې د ناپیژنده کسانو د لاسی بم به برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې دننګرهار امنیتی چارواکی وایې، چې تیره شپه نامالومو کسانو د حصارک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوی غلام جیلانی حنفی پر کور لاسی بم برید کړی، چې له امله یې د نوموړی څلور لورګانې […]

ننګرهار کې د ناپیژنده کسانو د لاسی بم به برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دننګرهار امنیتی چارواکی وایې، چې تیره شپه نامالومو کسانو د حصارک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوی غلام جیلانی حنفی پر کور لاسی بم برید کړی، چې له امله یې د نوموړی څلور لورګانې وژل شوې او میرمن ټپی شوې، خو په خپله د پوهنې آمر ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د دغه ولایت امنیه قومندانۍ لپاره د طا.لبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایی،په دغه پېښه کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۴،۶ او ٨ کلونو ترمنځ دی.

هغه زیاتوی تراوسه د پېښې لامل نه دی روښانه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسولیت منلی دی.