ننګرهار کې د ناپیژنده کسانو د لاسی بم به برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې دننګرهار امنیتی چارواکی وایې، چې تیره شپه نامالومو کسانو د حصارک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوی غلام جیلانی حنفی پر کور لاسی بم برید کړی، چې له امله یې د نوموړی څلور لورګانې […]
ننګرهار کې د ناپیژنده کسانو د لاسی بم به برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
دننګرهار امنیتی چارواکی وایې، چې تیره شپه نامالومو کسانو د حصارک ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوی غلام جیلانی حنفی پر کور لاسی بم برید کړی، چې له امله یې د نوموړی څلور لورګانې وژل شوې او میرمن ټپی شوې، خو په خپله د پوهنې آمر ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د دغه ولایت امنیه قومندانۍ لپاره د طا.لبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایی،په دغه پېښه کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۴،۶ او ۸ کلونو ترمنځ دی.
هغه زیاتوی تراوسه د پېښې لامل نه دی روښانه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسولیت منلی دی.