دنازو انا عالی لیسې نوې ودانۍ چې دننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې موقعیت لری ګټې اخیستنې ته وسپارل شـوه یاده ودانۍ چې د ترکیې هیواد په مالی مرسته جوړه شوې وه ترکیې هیواد نماینده جهاد ارګین او د ننګرهار معارف ریاست لپاره د طالبانو رٸیس مفتی حبیب الله حقانی له لوری،دنورو میلمنو اود نوموړې […]
دنازو انا عالی لیسې نوې ودانۍ چې دننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې موقعیت لری ګټې اخیستنې ته وسپارل شـوه
یاده ودانۍ چې د ترکیې هیواد په مالی مرسته جوړه شوې وه ترکیې هیواد نماینده جهاد ارګین او د ننګرهار معارف ریاست لپاره د طالبانو رٸیس مفتی حبیب الله حقانی له لوری،دنورو میلمنو اود نوموړې لیسې د زدکوونکو په حضور ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړې ودانۍ چې د ترکیې هیواد په مالی لګښت د ټیکا موسسې لخوا جوړه شوې ده دولس درسې خونو یو مجهز کتابتون او نورو اړینو ملخاتوپه لرلو سره په عصری ډول ترمیم شوې وه نن د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دننګرهار ولایت پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رئیس مفتی حبیب حضرت(حقانی) د غونډې په ترڅ کې د وینا پرمهال دترکې هیواد او ټیکا موسسې څخه دمننی ترڅنګ دنورې ورته همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دیو اسلامې هیواد په حیث ورسره د تعلیم او تربیې د بهبود او پیاوړتیا په خاطر خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی)
ورپسی دترکې هیواد سفیر جهاد (ارګیناى) خپلی خبری وکړې او د جوړ شوی تعمیر د مبارکۍ ترڅنګ یې دنورې همکارۍ ډاډ هم ورکړ او زیاته یې کړه چې ستاسې پیغام او نیکې هیلې به زه ترکی ولس او مشرانو ته ورسوم )
د ننګرهار د معارف ریاست د خبرپاڼې له مخې نوموړې ودانۍ کې به پنځه زره زدکوونکو په بېلابېلو وختونو کې زده کړې وکړی.
دا لومړى ځل نه دى چې د ترکیې هیواد لخوا د معارف په برخه کې مرسته کېږی،څه میاشتې وړاندې هم د ترکیې هیواد لخوا د افغانستان د معارف وزارت سره د ماشومانو لوبود توکو مرسته هم شوې وه.
د ترکیې هیواد لخوا د نجونو د ښوونځی د نوې ودانۍ جوړېدل او ګټې اخیستنې ته د هغې سپارل داسې مهال ترسره کېږی ،چې لا هم د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو ښوونځی د نجونو پر مخ تړل شوې، که څه هم د طالبانو اعلان کړى و چې ددوى سترې محکمې لخوا یوه اته کسیزه کمیټه د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په اړه رامنځته کړې خو لا هم معلومه نه ده چې دا کمیټه به کله دشپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزی .