په ننګرهار ولايت کې د ښځينه وو اقتصادي فعاليتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
په ننګرهار ولايت کې د ښځينه وو اقتصادي فعاليتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

په ننګرهار کې د ښځينه و لخوا اقتصادي فعاليتونه وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا کابل ونيول شول کم شوي،د ځينو حرفوي زده کړو مرکزونه تړل شوي او د ښځو اقتصادي فعاليتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي. نګينه چې د خياطۍ ښوونکې ده وايي(ما په جمهوري نظام کې 25شاګردانې درلودې هريوې په […]

په ننګرهار کې د ښځينه و لخوا اقتصادي فعاليتونه وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا کابل ونيول شول کم شوي،د ځينو حرفوي زده کړو مرکزونه تړل شوي او د ښځو اقتصادي فعاليتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
نګينه چې د خياطۍ ښوونکې ده وايي(ما په جمهوري نظام کې 25شاګردانې درلودې هريوې په ډېر شوق سره کار کاوه،د کار ترڅنګ مې ورته د سواد آموزۍ کورس هم جوړ کړى ود خياطۍ له زده کړې وروسته دوى ددې کسب په واسطه يو اندازه پيسې هم لاسته راوړلې،مونږ تصميم درلود راتلونكي کې ځانته مارکيټ جوړ کړو خو نوي نظام هر څه ګډوډ کړل او زموږ کارونه اوس په ټپه دريدلي.
ذاهده په ننګرهار کې يوه دسلمه دوزۍ استاده وايي چې نوي نظام په راتګ سره له اقتصادي ستونزو سره مخ ده .هغه زياتوي( مونږ دمارکيټ سره قرارداد درلوده چې کالې به مو په سلمې جوړول او بازار کې به مو په مارکيټونو پلورل دا ددې سبب کېده چې تريوحده ورسره زمونږ اقتصادي ستونزې حل کېدلې اوس چې طالبانو حکومت نيولى ناهيلې شوې يم ځكه کومو مارکيټونو سره مې چې قرارداد درلود لغوه شوى،دوکاندارن وايي چې اوس د تېر په څېر خلک جامې نه اخلي.)
د هغې په وينا که طالبان ښځو ته د اقتصادي فعاليتونو او کاراجازه ورکړي نو ددوى ستونزې به حل شي،خوددې توقع هيڅكله نشي کېدلاى چې دوى دې د ښځواقتصادي فعاليتونو ته اجازه ورکړي.)
ښځينه فعالانې وايي چې په ننګرهار کې ګڼ شمير ښځو د زياتونو،لبنياتو،صابون جوړولو فابريكو اولاسې صنايعو جوړولو په برخه کې کار کاوه چې نوي شمير نظام راتګ سره يې ټول فعاليتونه ټيټې کچې ته راښکته شوي او يا هم په ټپه ولاړ دي.
شريفه احمدزۍ په ختيځ زون کې د قالين جوړولو اتحاديې مشره وايي(د نوي حکومت راتګ سره که څه هم د طالبانو له لورې يې کارونو مخه نه ده نيول شوې خو د نړيوالوهيوادونواوافغانسان ترمنځ د تجارت د بنديدو سره يې کارونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه زياتوي چې
تېر وخت کې به مو د قالينې دوبۍ،جرمني،ترکيه او استراليا ته صادرولې مګر اوس د تجارتي اړيكو د بنديدو له امله د قالينو صادرول بند شوي.
هغه زياتوي د خامو موادو کمښت،دبانکونو بندېدل،د امريكا لخوا د افغانستان د سرمايې کنګل کېدل اودلرې هيوادونو سره تجارتي اړيكو قطعه کېدل هغه څه دي چې زمونږ تجارت او کار يې د بندېدو ګواښ سره مخ کړى.
هغه وايي که چيري د افغانستان تجارتي اړيكې دنورو هيوادونو سره وصل نشي،کنګل شوې پيسې آزادې نشي نو ددې امکان ډېر دى چې کارونه مو په ټپه ودرېږي.