په ننګرهار ولايت کې يـو شمېره ښځينه مامورينو چې د ولايت مقام کې يې دندې درلودې خبرګذاري زنان ته وويل چې طالبانو لخوا ورته په شفاهي توګه ويل شوي چې دندې مو تنقيص شوي. د ننګرهار ولايت مقام کې يوې ښځينه مامورې چې نه يې غـوښتل نوم يې واخيستل شي خبرګذاري زنان ته وويل(ما او […]
په ننګرهار ولايت کې يـو شمېره ښځينه مامورينو چې د ولايت مقام کې يې دندې درلودې خبرګذاري زنان ته وويل چې طالبانو لخوا ورته په شفاهي توګه ويل شوي چې دندې مو تنقيص شوي.
د ننګرهار ولايت مقام کې يوې ښځينه مامورې چې نه يې غـوښتل نوم يې واخيستل شي خبرګذاري زنان ته وويل(ما او زما څلور نورو همکارانو تیر کال د کانکور له لارې ولایت مقام کی دنده واخیسته د نوي نظام د راتګ سره یې په کور معاش راکاوه او د امر ثاني پورې یې په کور د معاش راکولو وعده کړې وه چې پوره کوله یې هم، اما د پنجشنبې په ورځ مو پیغام تر لاسه کړ چې د ولایت مقام په تشکیل کی ۳۶۰ درجې تغیر راغلی دى، د ډیرو نورو بستونو تر څنګ یې زمونږ د پنځه کسه ښځینه و بستونه هم تنقیص کړي دي.
هغې زياته کړه
(زمونږ خو په هر حال خو هغه نارینه او بعضی ښځینه همکارانې مو چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې وه سخت غمجن دي.)
د ننګرهار ولايت مقام دفتر کې يو تن بلې ښځينه مامورې خبرګذاري زنان ته وويل(څلورمیاشتې کېږي چې
زموږ تګ دفتر ته ځنډول شوى او دا ځنډول دطالبانو لخوا شوي نو ځکه هغوی موږ ته زموږ معاش په کور راکاوه،داچی زموږمعاش وو نو داقتصادي پلوه يې پرمونږ کوم منفي اغېزه ونه کړه،څو ورځې وړاندې
په شفاهی ډول مونږ ته وویل شول چې دنده مو تنقیص شوې،
ما مې خپل معاش له طريقه خپل دکورمصارف او خرچه پوره کوله، داچی معاش بند شو نو داقتصادی ستونزوسره مخ شوم)
هغې وويل چې اوس وخت کې دا واضح ده چې دښځو ستونزو ته رسیدګي نه کیږی ځکه نړیوال شرایط همدادي چې دوی(طالبان) یې ومني.
هغې همداراز زياته کړه (هغه شته ستونزو چې ښځینه دهغې حل لپاره کار کاوه اوس به پاتې وي او یا به نارینه ورته ناست وي خو دښځو جرٸت او د کارکولو هڅې به له منځه لاړشي ځکه چی ډیرې سوداګرې ښځې به هلته راتللې او خپل کارونه به يې مخته وړل خو اوس فکونکوم چی د ښځو ستونزې دې حل شي)
د هغې په وينا سوداګرې ميرمنې ملاتړ ته ضرورت لري چې پخوابه دولایت مقام ددوى ملاتړ کاوه خواوس طالبان د دوی کارته اجازه نه ورکوی نوآيا ملاتړ به وکړې؟
زما او زموږ د همکارانو هدف دا ووچې دخپلو ورونو ترڅنګ موږ هم دخپل مسولیت مطابق وکولای شو خپلو هیوادوالوته خدمت وکو اوخپل هیواد دسیالو هیوادنوپه لړکې راولو خوطالبانو له مونږ څخه د خدمت چانس واخيست)
هغې همداراز زياته کړه(که څه هم موږ ولایت مقام کې دنارینه ووسره وو خو موږ په خپل اسلامي حجاب تلو اوبیرته راتلو حتی دسلام نه پرته موږ خپلو همکارانوسره خبرې هم نکولې خو کله چې به دندې اړوند کومه ستونزه پیښیده بیا به مو ترې د حل په موخه پوښتنه کوله.)
په افغانستان د طالبانو ته تسلط څخه وروسته ګڼ شمېر ښځينه کارکوونکې بې دندې شوي چې څه موده وړاندې د طالبانو لخـوا د ماليې وزارت ښځينه کارکـونکو ته ويل شوي چې د خپل کورنۍ نارينه دخپل ځان پرځاى دفتر ته ورولېږي چې ګڼ شمېر ښځينه د اقتصادي ستونزو او ناهيليو سره مخ شوي.