په ننګرهار کې  400ميرمنو ته د خياطۍ ماشينونه ورکړل شول
په ننګرهار کې  400ميرمنو ته د خياطۍ ماشينونه ورکړل شول

د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار،سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري ښارګوټي کې 400ميرمنو ته چې اوس مهال په حرفوي زده کړو بوختې دي د خوړو نړيوال سازمان(WFP) په مالي لګښت او BFANOپه تخنيكي همکارۍ د خياطۍ ماشينونه وويشل شول. د حرفوي زده کړو يوتن زده کوونکې سايمه وايي ” مونږ له څلور مياشتو […]

د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار،سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري ښارګوټي کې 400ميرمنو ته چې اوس مهال په حرفوي زده کړو بوختې دي د خوړو نړيوال سازمان(WFP) په مالي لګښت او BFANOپه تخنيكي همکارۍ د خياطۍ ماشينونه وويشل شول.

د حرفوي زده کړو يوتن زده کوونکې سايمه وايي ” مونږ له څلور مياشتو راهيسې د خياطۍ،ګلدوزۍاو حجاب ګنډلو زده کړې کورس کې زده کړه کوو چې له يو خوا کور ته حلاله نفقه وړو له بله طرفه د خياطۍ کسب زده کړه کوو”
هغه تمه لري چې دوه مياشتي وروسته به له دې کورس څخه فارغه ،د خياطۍ کسب به زده کړي او پخپل لاس ګنډلې جامې به بازار کې وپلوري چې له طريقه به يې د خپل کور لګښتونه پوره کړي.
نوموړې د حرفوي زده کړو کورسونه د ښځو لپاره ګټور وبلل او وايي چې دا ډول کورسونه بې کاري،فقر له منځه وړي او ښځو ته کار او زده کړې زمينه برابروي.
هغې له موسساتو غوښتنه وکړه چې دې ته ورته نور کورسونه ايجاد او ملاتړ يې وکړي.
په ننګرهار کې د طالبانو د کاراوټولنيزو چارو رئيس مولوي فريدالله حقاني وايي”دې ميرمنو ته څلور مياشتې د ګلدوزۍ،حجاب او د ماشومانو د خوب بسترې جوړونې په برخه کې روزنه او هره مياشت د WFPله لورې د 70 امريكايي ډالرو په ارزښت خوراكي توکو مرسته ورکړل شوې ده.
نوموړي يادو ميرمنو ته د زده کړي کسب څخه حلال رزق لاسته راوړلو او د حجاب مراعاتولو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار د کاراوټولنيزو چارو رياست کې د مهار تونو د پراختیا عمومی مدیر يونس خان يونس وايي اوسمهال په ننګرهار ولايت کې شااو خوا 1600نورې ميرمنې په مختلفو برخو او مختلفو حرفو کې په زده کړو بوختې دي.