په کندهار ښار کې يوه ٢٢ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده
په کندهار ښار کې يوه ٢٢ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده

په کندهار ولايت کې يوه ٢٢ کلن ځوان د خپلې خوښې نجلۍ له بل سړي سره د واده له امله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه. په کندهار کې د طالبانو امنيتي سرچينې وايي، چې دا پېښه نن “جمعه د حوت ٢٦مه”د کندهار ښار د دويمې حوزې اړوند د “رنګريزان” […]

په کندهار ولايت کې يوه ٢٢ کلن ځوان د خپلې خوښې نجلۍ له بل سړي سره د واده له امله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.

په کندهار کې د طالبانو امنيتي سرچينې وايي، چې دا پېښه نن “جمعه د حوت ٢٦مه”د کندهار ښار د دويمې حوزې اړوند د “رنګريزان” په سيمه کې شوې ده.

د طالبانو د امنيتي چارواکو په وينا، دغه ځوان عصمت الله نومېږي او له پنځو کلونو راهيسې يې د خپلې خوښې له نجلۍ سره مينه درلوده، خو د نجلۍ کورنۍ له بل کس سره واده وکړ.

خبرگزاری زنان افغان

Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#