د کندهار ولايت يوې ځايي سرچينې ويلي، چې دوه کوچنی نجونې چې هر يو يې 5 او 6 کاله عمرونه لري او دواړه خويندې په يوه کوچنی واله کې له ډوبېدو وروسته مړه شوي دي. د دغې نجونې کاکا احمد وکیل له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې دا پېښه تېره ورځ چهارشنبه، […]
د کندهار ولايت يوې ځايي سرچينې ويلي، چې دوه کوچنی نجونې چې هر يو يې 5 او 6 کاله عمرونه لري او دواړه خويندې په يوه کوچنی واله کې له ډوبېدو وروسته مړه شوي دي.
د دغې نجونې کاکا احمد وکیل له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې دا پېښه تېره ورځ چهارشنبه، د سهار په شاوخوا ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.
دغه پېښه د کندهار ولايت د ژری ولسوالۍ په نکوخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د احمد د وکيل په وينا، د هغه وراره عادل او نبيه شاوخوا يو نيم متر ژور کوچنی ته ولوېدل.
هغه په دې اړه څه ونه ویل چې ماشومان ولې هلته تللي دي.
په جنوبي ولايتونو کې د ماشومانو د بې احتياطۍ له امله په مختلفو پېښو کې د ماشومانو مړينه مخ په زياتېدو ده.