په کندهار کې له یوې نجلۍ سره د طالبانو له خوا په زور واده شوې
په کندهار کې له یوې نجلۍ سره د طالبانو له خوا په زور واده شوې

په داسې حال کې چې طالبان په ښوونځو کې د نجونو د زده کړو او د ښځو کار د دوام مخه نیسي، بلکي د هغو سره په زوره نکاح کوى٠ د مور او پلار په ځانګړې توګه د پلرونو د مجبوریت یا اصرار له مخې له هغو نارینه وو سره نکاح کوي چې کله کله […]

په داسې حال کې چې طالبان په ښوونځو کې د نجونو د زده کړو او د ښځو کار د دوام مخه نیسي، بلکي د هغو سره په زوره نکاح کوى٠

د مور او پلار په ځانګړې توګه د پلرونو د مجبوریت یا اصرار له مخې له هغو نارینه وو سره نکاح کوي چې کله کله له دوی سره هیڅ اړیکه نه لري او د دوی د مزاج نه خبر وي. په دې ودونو کې د عمر واټن کله کله دومره لوی وي چې د هر لیدونکي انعکاس هڅوي. لکه څنګه چې دوی د خپلو پلرونو سره واده کوي.

د نازنين په نوم يوى انجلي چي یوازې ١٧ کلنه ده، څو اونې مخکى د نظامي طالبانو لخوا په زوره نکاح شوى دي، نومورى وايې هغه مجبوره شوې وه چې د ځان لپاره د واده جامې غوره کړي.

په ثانوي کچه د نجونو د زده کړو پر دوام بندیز د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د کم عمره ودونو لړۍ، چې دودیزې ریښې لري، واک ته د طالبانو له راتګ سره لا پیاوړې شوي دي.

دغه انجلۍ وايي چې له خپل پلار څخه يې څو څو ځله غوښتنه کړې چې انتظار وباسي ځکه چې طالبان به د نجونو لېسې پرانيزي. خو پلار يې وويل، فکر نه کوي چې دا ډول پېښه به رامنځته شي او د ده لپاره دا غوره ده چې په کور کې د “بېکاره او بې کاره” ناست پر ځای واده وکړي.

د واده او کوژدې مراسم د مشرانو تر منځ له خبرو څو ساعته وروسته پای ته ورسېدل او د ناوې کورنۍ د کندهار کلیوالو له لرغوني دود سره سم د ناوې کورنۍ ته څو پسونه او وزې او څلور کڅوړې وريجې ورکړې. همداسې، ١٧ کلنه نازنين د خپل میړه له کورنۍ سره چې له هغې څخه دير مشر دی، د خپل نوي ژوند د پیلولو لپاره لاړه. هغه وايي چې د دې واده لپاره چا د هغه شخصي نظر نه دی غوښتی.

نازنين خبرگزاری زنان افغان ته وویل: “چي د دا واده لپاره زه هيس نه يمه رازي، کله چې زه له خپل پلارنی سره وم، ناوخته به پاڅېدم، خو دلته هر څوک له ما تویونه کوي او ملامتوي.” دوی وايي چې دوی په ما ډیر وخت تیروي، مګر زه هیڅ نه پوهیږم ٠”

د طالبانو رژیم شاید په نړۍ کې یوازینی رژیم وي چې نجونو ته یې ښوونځیو ته د تلو حق رد کړی دی. په ورته وخت کې په افغاني ټولنه کې د پلارني او عنعنوي ځانګړنو ترڅنګ ګڼې اقتصادي ستونزې د کورنیو لپاره د خپلو کم عمره لوڼو د ودولو لپاره دوه ګونی لامل ګرځېدلی دی. د هرې ورځې په تېرېدو سره زيات شمېر پلرونه په دې باور دي چې په دې هېواد کې د خپلو لوڼو راتلونکې نه شته او په دې باور دي چې ښايي واده به د خپلو عزيزانو په ژوند کې بله دروازي پرانيزي.

خبرگزاری زنان افغان