کندهار کې د سهشنبه په ورځ د روغتيايي علومو انسټیټیوټ له نارينو محصلينو څخه ايګزيټ امتحان په داسې حال کې اخيستل شوی چې ښځينه محصلينو ته پکښې کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. کندهار کې د نیمه روغتيايي علومو انستیتوتونو څخه فارغه شوي قابلې او نرسانې وايې، د نوم ليکنې لپاره يې د […]
کندهار کې د سهشنبه په ورځ د روغتيايي علومو انسټیټیوټ له نارينو محصلينو څخه ايګزيټ امتحان په داسې حال کې اخيستل شوی چې ښځينه محصلينو ته پکښې کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
کندهار کې د نیمه روغتيايي علومو انستیتوتونو څخه فارغه شوي قابلې او نرسانې وايې، د نوم ليکنې لپاره يې د شنبې په ورځ فورمې ترلاسه کړي خو پرون دوشنبه ورته د انستیتوتونو د ادارو له زنګ وهل شوی چې ايګزيټ يا دولتي ازموينه يې تر امري ثاني پورې ځنډولې ده.
په دې ولايت کې د نازو په نوم د يوه خصوصي روغتيايي علومو انسټیټیوټ څخه فارغه شوي قابلې ويلي، د طالبانو له لوري ورڅخه په ايګزيټ ازموينه کې د ګډون حق اخيستل شوی او ډيره ناهيلې شوې ده.
نازو وايې، له دې ازموينې سره یې ډيري هيلي تړلي خو په وينا يې چې اوس هغه ټولې له خاورو سره خاورې کېږي.
د هغه له قوله:« کله چې زموږ څخه د ايګزيټ ازموينه واخيستل شي نو له هغه وروسته موږ ته د فراغت دولتي اسناد راکول کېږي چې د هغو اسنادو پر اساس موږ کولای شو په راتلونکي کې دندې اجرا کړو، دا زموږ د دوو کلونو خواري ټوله ابس تېره شوه، بايد زموږ څخه ازموينه واخيستل شي.»
نوموړي د طالبانو د سرپرست حکومت له مشرانو غوښتنه کوي ترڅو د ټولو نجونو او ميرمنو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي او د روغتيايي علومو د انسټیټیوټونو او پوهنتونونو ټولو فارغه شويو ميرمنو ته په ايګزيټ يا دولتي ازموينې کې د ګډون حق ورکړي.
دې زياته کړه چې د اسلام له نظره د نارينو او ښځينو حقونه سره مساوي دې خو په خبره يې چې په هيواد کې دننه د ميرمنو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
هغې داسې وويل:« موږ ډېره امادګي نيولې وه، آن په ايګزيټ امتحان کې د ګډون فورمې راکول شوې خو پرون چې امتحان ته يوه ورځ پاتې وه راته زنګ ووهل شو چې تاسي په ايګزيټ ازموينه کې ګډون نه شئ کولای، زموږ ګناه څه ده، زموږ څخه پيسې مصرف شوي، موږ په ډېرو کوښښونو تردې مرحلې رارسېدلي يو، حکومت دې موږ ته اجازه راکړي چې خپل د ايګزيټ امتحان ورکړو.»
همدارنګه کندهار کې د نيمه روغتيايي علومو د انسټیټیوټونو مسولين زياتوي، چې له خپل اړخه يې هڅې کړي ترڅو کندهار کې فارغه شوي قابلې او نرسانې په سږني ايګزيټ يا دولتي ازموينه کې برخه واخلي او دولتي اسناد ورکول شي خو په خبره يې چې له مرکز کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري يې غوښتنې نه دې منل شوي.
ددوی زیاتوي:« کندهار کې د ښځينو فارغ شويو محصلينو د ايګزيټ ازموينه لا معلومه نه ده چې په راتلونکي ونۍ کې به واخيستل شي يا په راتلونکي مياشتي کې او يا هم په راتلونکي کال کې، وخت يې موږ ته هم نه دی معلوم خو په ننۍ ازموينه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.»
د معلوماتو له مخې چې ټاکل شوې وه په سږنۍ دولتي ازموينه کې له لسګونه فارغ شويو نارينه محصلينو سره يو ځای له نږدې ۲۰۰ ښځينه قابلو او نرسانو څخه شا او خوا د ايګزيټ ازموينه واخيستل شي خو د طالبانو له لوري پهکې د ګډون اجازه نه ده کړل شوې.
خبرگزاری زنان افغان