کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په عینو مېنه کې یو کس خپلې پخوانۍ میرمنې باندې ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوي دي. دسرچينې د معلوماتو له مخې چې خبرگزاری زنان افغانستان ته وويل، د کندهار ښار د عينو […]
کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په عینو مېنه کې یو کس خپلې پخوانۍ میرمنې باندې ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوي دي.
دسرچينې د معلوماتو له مخې چې خبرگزاری زنان افغانستان ته وويل، د کندهار ښار د عينو مېنې په ٥٢ سړک کې يوه سړي پر خپله پخوانۍ مېرمن او د هغې پر خپلوانو ډزې کړې دي.
سرچينه وايي، چې د دغه سړي مېرمنې په دې وروستيو کې د طالبانو په يوه محکمه کې هغه ته طلاق ورکړى و.
همدا راز کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي هم دا پېښه تائیدوي او وايي، چې په یاده پیښه کې یو نارینه وژل شوی او دوې ښځې او یو بل نارینه ټپیان شوي دي.
ویل کیږي بریدګر هم له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې په ورته پېښو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ورسره یو وخت یې خلک اندېښن کړي هم دي.
په تېر کې هم د کورنۍ تاوتريخوالي ورته پېښې شوې دي.