د ټولنیزې فعالې سونیکا  آرین سره مرکه
د ټولنیزې فعالې سونیکا  آرین سره مرکه

په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زده کړو او د ښځو حقونو لپاره د نجونو او میرمنو راپورته کېدل له ستونزو او ننګونو خالی نه دی، خو ځینی نجونې او میرمنې د ناوړه رسومود زولنو د ماتولو لپاره راپورته کېږی ستونزې منی،خطر په ځان اخلی،د خلکو سپکې […]

په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زده کړو او د ښځو حقونو لپاره د نجونو او میرمنو راپورته کېدل له ستونزو او ننګونو خالی نه دی، خو ځینی نجونې او میرمنې د ناوړه رسومود زولنو د ماتولو لپاره راپورته کېږی ستونزې منی،خطر په ځان اخلی،د خلکو سپکې سپورې په سړه سینه اوری،مبارزه کوی او مخې ته ځې ترڅو د نورو نجونو لپاره د پرمختګ ور پرانیزی.
سـونیکا آرین یو له هغو نجونو ده چې په کلونوکلونو یې د ښځو د حقونو لپاره له کم عمرۍ کار پیل کړى او لا هم د ښځو د حقونو لپاره کار کوی دلته مو د آغلې آرین سره د هغې د ژوند،کار او فعالیتونو په هکله مرکه کړې هیله ترپایه یې درسره ولولٸ.

پوښتنه :لومړی که خپل ځان په لنډ ډول د خبرګذا ۍ لوستونکو ته معرفی کړئ.
ځواب:سونیکا آرین په ۱۹۹۷ کال لغمان ولایت کې ﺯېږېدلې یمه، عمر مې ۲۵ کاله ده، په ۲۰۱۳ کال کې د مستورې لېسې څخه، په ۲۰۱۵ کال د لغمان د دارالمعلمین څخه د شرعیاتو او په ۲۰۲۰ کال د ننګرهار پوهنتون څخه د پارسی ادبیاتو رشتې نه فارغه شوې یم،ترډېره د ارواح پوهنې کتابونه مطالعه کوم،او د ارواح پوهنې ځینې مقالې مې هم ژباړلی چې مختلفو سایټونو کې نشر شوی دی.

پوښتنه :کله چې تاسو زده کړې کولې شرایط څه ډول و اود پوهنې په لاره کې کومې ننګونې وې؟
ځواب:په هغه وخت کې چه ما ﺯده کړې کولې، ﺯمونږ په سیمه کې د لور، خور او ښځې ﺯده کړه ننګ او شرم ګڼل کېده، لوستې نجونې د بدکارو په نوم یادېدلې، ﺯه چې کله ښوونځى ته تلمه نو ﺯمونږ ټول خپلوان مونږ سره راشه درشه پرېښی و، ﺯما پلار ته به یې ویل چې ته دې لور له ښوونځی منع کړه، خو پلار مې خپله له درس پاتې و، د بې سوادۍ درد ورته معلومه و، نو ځکه د هغو خبرو ته تسلیم نشو، مګر هغو هم پرېښودو والا نه و، ددې لپاره چې ﺯه ښوونځی ته لاړه نشمه، د کلی او کوڅو هلکان یې راپسې کړی و چه بدنامی جوړه کړی او ﺯه له ښوونځی پاتې شمه، خو د خداى په فضل او د کورنۍ په ملاتړ دوى هېڅ هم ونکړاى شول.
پوښتنه: تراوسه مو کومې دندې ترسره کړی؟
ځواب:ﺯما شعار او هدف تل دا و چې غواړمه پخپلو پښو ودرېږمه، همدې هدف ته د رسېدو لپاره کله چه ښوونځی نه فارغه شومه، دندې ترلاسه کولو لپاره مې هسې پیل کړې، چه بالاخره د usaid لخوا په یوه اداره کې مې د اداری کارمندې په حیث کار پیل کړ، کله چې پوهنتون پیل شو، هلته مې هم مختلفو ادارو سره په مختلفو برخو کې کار پیل کړ، چه ډېرى کارونه رضاکارانه و، ولې ما کار کاوه، تر څو هم خپله پخپلو پښو ودرېږمه هم وطنوالو ته خدمت وکړم، له اندېشه ورانو موسسې سره مې لمړى د مناظرې کلپ غړې په توګه، یو کال وروسته د مناظرې کلپ د مشرې او بالاخره د ولایتی کوردیناتور د معاونې په حیث کار کړې، ددې. کارونو تر څنګ مې د فعال ښاری پروګرام کې د پراجکت منېجرې په توګه انجونو ته د لوړو ﺯده کړو د هڅونې کمپاین د ننګرهار ولایت په درې ولسوالیو سرخرود، بهسود او جلال اباد ښار په اتلس ښوونځیو کې پر لاره واچاوه، چې خوشبختانه ﺯمونږ ددې کمپاین په نتیجه کې دننګرهارولایت د کانکور اﺯموینه کې د انجونو ګډون له ۷ څخه ۱۶ فیصدو ته لوړ شو، او پدې توګه مونږ ته د برېتانیا د قونسلګرۍ لخوا اوارد هم راکړل شو.
همدارنګه د نهاد سفید او ایلسو موسسو سره مې د ولایتی همکارې په توګه د سولې د سمپوﺯیمونو او.کنفرانسونو منجمنت هم کړې، د امریکن قونسل او UN Women افغانستان سره مې د ترینرې په توګه کار کړې، د هنرسالار ټولنې سره مې د ولایتی برنامو د تنظیم په برخه کې کار کړې، همدارنګه د ننګرهار د ځوانانو سولې کنفرانس د رهبرې غړې ومه، په لغمان ولایت کې مې د چاپېریال ساتنې کمپاینونه په لاره اچولی، دا کمپاینونه مې په انلاین ډول هم ترسره کړی، ددې ترڅنګ مې د افغانستان نوین کورس مدیریت هم راترغاړې و، د ویناوالۍ په برخه کې مې هم تدریس کړۍ، همدارنګه په لغمان ولایت کې مې ۱۲۰ تنه یتیمو ماشومانو ته هم تدریس کاوه، ددې ترڅنګ ۲۰۲۰ کال کې مې د دبوکیﺯ ټولنې لخوا ماشومانو ته کیسې ویل پیل کړل، چه په پایله کې مې د غوره کیسه ویونکې لقب خپل کړه، همدارنګه په امریکا کې د افغان ماسترانو ټولنې سره مې د ترینرې ،د توحید موسسې سره د ټولنیﺯ کارکوونکې په توګه کار کړې، ددې ترڅنګ د سولې سفیرانو، ځوانانو ملی جرګې، ځوانانو ملی کنفرانس غړې هم یمه، همدارنګه سږکال د ۲۰۲۲ کال لپاره د دبوکیﺯ ټولنې معاونیت، او د سکېلېریا بنست د اړیکو مسولیت هم لرمه.

پوښتنه:تاسو یوه ټولنیزه فعاله یاست او ډېر ټولنیز فعالیتـونه مو ترسره کړی په فعالیت مو کله پیل کړ اودټولنیر فعالیتونو کې ستاسو د لومړی فعالیت انګیزه څه وه؟
ځواب:ما دښوونځی له وخته ټولنیﺯ فعالیتونه ترسره کول، ﺯما د لمړی فعالیت انګېﺯه دا و چه غوښتل مې فعاله اوسمه، او ﺯما لخوا نورو ته خیر ورسېږی.
پوښتنه :په ژوند کې مو رول ماډل یا ایډیال څوک دی؟
ځواب:په ژوند کې مې مشخص رول ماډل نشته، ځکه ټول انسان پوره نه دی، ممکن یو کس په یوه برخه کې مهارت ولری خو په بله برخه کې نلری، تر ډېره هڅه کوم د اشخاصو مثبتې کړنې د رول ماډل په توګه وټاکمه نه اشخاص،
ولې بیا هم ماته دوه ګران استادان : استاده کرشمه نظیمی چه اوس مهال ننګرهار پوهنتون انجینرۍ پوهنځی استاده ده، او استاد فهیم رحیمی چه په هندوستان هېواد کې د دوکتورا په ﺯده کړو بوخت دى ایډیال دی.
پوښتنه:د بریا راز مو څنګه زده کړ؟ آیا تاسو په خپل ژوند کې ناکامی تجربه کړې؟
د بریا راﺯ مې له ناکامیو ﺯده کړه، کله چه ناکامه شومه، بېرته پاڅېدلمه، تسلیمه نشومه، تردې چه بریالۍ شومه، نو پدې توګه پوهه شومه چه نه تسلیمېدل یعنې د بریا دواﺯه.
هو، ډېر ﺯیات مې تجربه همدا ناکامی و ‌چه بالاخره کامیابه شومه.
پوښتنه:تر ټولو لوی ارمان مو څه دی؟
ځواب:تر ټولو لوى ارمان مې داده چه خپل هېواد مې د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ لوړو کې وګورمه، یوه ورځ ددې شاهدان اوسو چه له افغانستانه انجونې فضا ته په سفر ځی.

پوښتنه: د طالبانو راتګ ستاسو په ژوند څه اغیزه وکړه او ستاسو اوسنى ژوند څه ډول دى؟

ځواب:جمهوریت کې به ما خپله برنامې تنظیم کولې، خپلې مفکورې مې پلې کولې، پرته لدې چه له چا د مادی یا معنوی امتیاﺯ تمه ولرمه، دندې ته به تلمه، خو اوس مهال ﺯه وﺯګاره شوم، او همدارنګه یواځې انلاین فعالیتونه ترسره کوم.
پوښتنه:او تاسو فکر کوئ چې د طالبانو حکومت د افغانستان د ځوان نسل د استعدادونو د روزلو وړتیا لری؟
ځواب:ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم دا به وخت ثابته کړی چه تالبانو حکومت د ځوان نسل د استعدادونو د روﺯلو وړتیا لری او که نه؟!
خو فقط دومره وایمه چه ﺯمونږ ځوان نسل دې د حکومت په تمه نه کېنی، خپله دې خپل استعدادونه وروﺯی.
ځکه خداى هم نه بدلوی حال د هغه قوم چه نه بدلوی خپل حالت پخپله.

پوښتنه: د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو وضعیت څنګه ارزوئ؟ او د ښځو د وضعیت د ښه کېدا او اساسی حقونو ته د لاسرسی لپاره څه حلاره وړاندې کوٸ؟
ځواب:که جمهوریت کې و په افراط روان و، جمهوریت کې ىه پروژوی توګه د ښځو ملاتړ کېده او اوس مهال هم پروژوی توګه یۍ مخالفت کېږی.
ﺯما له نظره حل لاره یې داده چه لمړى باید ښځې خپله خپل حقوق وپېژنی، خپل ځانونه وپېژنی، ﺯده کړې وکړی، د خپل حقونو د لاسته راوړلو لپاره خپله را ولاړ شی، امیر امان الله خان هند ته پخپل سفر کې خلکو ته ویلى و چه اﺯادی ورکول کېږی نه بلکه اخیستل کېږی، ﺯه وایم چه حقونه ورکول کېږی نه بلکه اخیستل کېږی، تر هغه چه ښځې خپله خپل حقوق وانخلی، هېڅوک او هېڅ حکومت یې نه ورته ورکوی، هغه که ان دموکراتیک یا سکولر حکومت وی.
ما ترننه ترلاسه شوی حقوق ټول خپله اخیستی، لمړى مىارﺯه مې له کورنۍ سره پیل کړې، کورنۍ که درس ته پرىښې ومه خو له ډېرو نورو حقونو بې برخې ومه.

پوښتنه:د ورستۍ پوښتنې په توګه دښځو له پامه غورځول به طالبانو ته څه پایلې ولری؟
ځواب:ښځې د هېواد نیم نفوس دى او په هېچ وجه له پامه نشی غورځول کېداى، که چېرې تالبان دا کار کوی نو پایله یې معلومه ده چه څوک یې په رسمیت نه پېژنی
ﺯما له نظره بهتره ده چه ښځو ته ډ ېر پام وکړی او هره اداره کې دې خپله ونډه ورته ورکړی.
پوښتنه: نورو افغان میرمنو ته ستاسو پیغام څه دی؟
ځواب:افغانو مېرمنو ته ﺯما پیغام داده چه خپل ارﺯښت وپېژنٸ، خپله هم ﺯده کړې وکړٸ او په اولادونو خصوصا په لورانو مو هم ﺯده کړې وکړٸ، ژوند کې هدف وټاکٸ، او د هغه لاسته راوړلو لپاره کار وکړٸک هېڅکله هم دا مفکوره ﺫهن کې مه ساتٸ چه ﺯه واده وکړم نو دا هر څه دی، برعکس واده د ژوند یوه ضروری برخه ده خو ټول ژوند نده، پخپل پښو ودرېږٸ،تر څو تاسو د خاوند، وروراوپلار سره مرسته وکړٸ نه دا چه د هغو مرستې ته سترګې پر لار اوسٸ.