ننګرهار کې د لاسی بم برید کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار کې د لاسی بم برید کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  ننګرهار کې طالب چارواکی وایې، د دغه ولایت په شیخ مصری ښار ګوټی کې ناپیژنده کسانو یوکور ته دوه لاسی بمونه غورځولی چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه غړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوی. د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی نن(سې شنبه۱۸ د زمری) وویل، […]

 

ننګرهار کې طالب چارواکی وایې، د دغه ولایت په شیخ مصری ښار ګوټی کې ناپیژنده کسانو یوکور ته دوه لاسی بمونه غورځولی چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه غړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی نن(سې شنبه۱۸ د زمری) وویل، چې پېښه تیره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند«شیخ مصری» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوی په یاده سیمه کې ناپېژاندو کسانو د سید افضل په نامه د یوه کس کور ته لاسی بمونه غورځولی چې له امله د نوموړی ۵ کلن زوی او ۷ کلنه لور د چاودنې پرمهال وژل شوی او په خپله سید افضل، میرمن او یو زوی یې ټپیان شوی دی.
زابلی زیاتوی:« تیره شپه د سره رود ولسوالۍ شیخ مصری سیمه کې د سید افضل په نامه د یوه کس کور ته ناپیژنده کسانو دوه لاسی بمونه غورځولی، چې د چاودنې له امله یې پخپله سیدافضل، او د هغه میرمن، یو زوۍ حمزه یی ټپیان او ۵ کلن زوۍ ریحان او ۷ کلنه لور مریم یی شهیدان شوی.»
نوموړی زیاتوی چې دغه کورنۍ له چاسره دښمنی نه لری او د پېښې لامل نه دی څرګند.
د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دى اخیستى.
چارواکی وایې، د پېښې تراوسه یې د یادې پېښې په تور څوک نه دی نیولی خو په اړه یې پلټنې روانې دی.
د طالبانو د حکومت تر واکمنېدو وروسته دا په ننګرهار کې لومړۍ پېښه ده.