حیا حبیبی:راتلونکى مو تیاره دى
حیا حبیبی:راتلونکى مو تیاره دى

  وطن سره د مینې له امله هیواد کې پاتې شوم خو اوس غواړم وزرې پیدا کړم والوزم ځکه دلته مو راتلونکى تیاره دى… دا خبرې د یوې ښځینه خبریالې دی چې د ورستیو محدودیتونو له امله وطن کې په پاتې کېدو پښېمانه شوې. دا خبریاله حیا حبیبی نومېږی چې خپله دنده یې د د […]

 

وطن سره د مینې له امله هیواد کې پاتې شوم خو اوس غواړم وزرې پیدا کړم والوزم ځکه دلته مو راتلونکى تیاره دى…

دا خبرې د یوې ښځینه خبریالې دی چې د ورستیو محدودیتونو له امله وطن کې په پاتې کېدو پښېمانه شوې.

دا خبریاله حیا حبیبی نومېږی چې خپله دنده یې د د انعکاس راډیو تلویزیون سره د خپرونو چلونکې په توګه پیل کړه د انعکاس سره د څه مودې دندې ترسره کولو وروسته یې د چنار راډیو سره په کار بوخته شوه چې د جمهوری رژیم د سقوط پورې یاده دنده مخ ته وړله خو له سقوط څخه یوڅه مودې وروسته یې ګوربت راډیو سره کار پیل کړ،هغه اوسمهال د مرام راډیو سره د ویاندې او د چنار راډیو سره د سیمه ییزې خبریالې په حیث دنده ترسره کوی.

نوموړې په ۲۰۰۳کال د ننګرهار ولایت کې زېږدلې ده هغه د یولس کسیزې کورنۍ سرپرستی کوی.
هغه وایی” جمهوریت په دوره کې زمونږ د کورنی څلور غړی په دنده او کار مصروف وو خو فی الحال یواځې زه په دنده یم ،ځکه اوس وخت کې ځوانانو ته کار او وظیفې چې ټول دډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی”

هغه د خپلو سختو ورځو روایت داسې وکړ”کله چې جمهوریت سقوط وکړ نو په رسنۍ کې چې ما کار کاوه د بودیجې د کمښت له امله زمونږ معاش ډیر کم شو ما د خپلې کورنۍ ضرورتونو د پوره کولو لپاره د هغوی څخه پټه د کابل په یو خصوصی کورس کې د اشپزی دنده واخیسته او نیمه ورځ به مې خپل مسلک سره پاتی کیدم چې ماته ډیره دردونکی وه”

هغه وایی که څه هم ماته د هیواد څخه بهر ته د تګ زمینه برابره وه خود وطن سره د مینې له امله هیواد کې پاتې شوم مګراوس غواړم وزرې پیدا کړم والوزم ځکه دلته مو راتلونکى تیاره دى.

هغه زیاتوی”که څه هم یوازې زه نه یم چې له داسې ستونزو سره مخ شوې یم بلکې ډیری کورنۍ دی چې سرپرستی یې د میرمنو په غاړه ده خو له میرمنو نه د کار او تعلیم حق اخیستل شوی او اخیستل کیږی”

هغې ښځو ته د پیغام په توګه وویل: که څه هم اوسنی وخت کې چې پرښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلی خو دوی باید خپل همت ونه بایلی.

هغه زیاتوی”که د یوی لاری په ښځو بندیزونه راځی مونږ باید ماتې ونه منو له بلی حلالې او قانونی لارې باید ځان ته د کار زمینه برابره کړو، باید ماتې سره ناهیلې نشو،راتلونکې بریا ده باید بیا ودریږو”
حیا له حاکم رژیم څخه غواړی چې ښځو ته د کار او زده کړی حق ورکړی.