د هېواد د سوک وهنې فدراسیون اعلان کړی، چې د سوک وهنې د ملی لوبډلې ۷ غړی په کې شامل دی، چې د المپیک سیالیو ته د ګډون حق ترلاسه کولو لپاره یې یو سپورتی پلاوی استولی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د تایلند د پلازمېنې بانکوک په کوربه توب د پاریس په اولمپیک لوبو کې د ځاى د ترلاسه کولو لپاره د مې له ۲۳مې نېټې څخه د جون تر دویمې نېټې پورې پیل شی.
افغانستان په دې نه دی توانیدلی چې د پاریس د المپیک په نورو سپورتی برخو کې چې تر دې دمه د ځای د ترلاسه کولو لپاره ترسره شوی دی یو لوبغاړی هم نه دی بریالۍ شوی.
سربېره پر دې، د ښځو پر ورزشی محدودیتونو د دې لامل شوی چې د المپیک له کمیټې څخه د افغان ورزشکارانو د سږنی المپیک په سیالیو کې د ګډون د مخنیوی غوښتنه وشی.
دغه سیالۍ به د روان کال په دوبی کې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شی.
تر دې مخکې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې تبعیضی چلند د دې لامل شوی و چې افغانستان د ۲۰۰۰ کال د اسټرالیا په سیډنی ښار کې د المپیک په سیالیو کې له ګډون څخه بې برخې شی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان