زما يې څه که جمهوريت که امارت وي
زما يې څه که جمهوريت که امارت وي

زما له عمره يوازې دولس سپرلي تېر شوي و،ما تازه د نوې ځوانۍ په در کې قدم اېښى و،زه تازه ديارلس کلنه شوې وم. څنګه چې ډېرې انجونې ترهغې ځانته ښکلې نه وايي ما هم ځانته ښکلې نه ويل،خو د نورو انجونو له خولې مې ظاهري ځانګړنې زما غنمرګ رنګ،لوړ قد،برابر اندام تورو غټو سترګو […]

زما له عمره يوازې دولس سپرلي تېر شوي و،ما تازه د نوې ځوانۍ په در کې قدم اېښى و،زه تازه ديارلس کلنه شوې وم.
څنګه چې ډېرې انجونې ترهغې ځانته ښکلې نه وايي ما هم ځانته ښکلې نه ويل،خو د نورو انجونو له خولې مې ظاهري ځانګړنې زما غنمرګ رنګ،لوړ قد،برابر اندام تورو غټو سترګو او تورو اوږدو وېښتو يادول.هغوى ويل ته ډېره ښکلې يې.
ما به د خونې په هندارې کې تل خپله څهره لېدله زه ډېره خوشحاله وم چې زه خداى تعالى څومره ښکلې خلق کړې وم.
ما زده کړې نه وې کړې خو تل مې غوښتل د ژوند ملګرى مې يو تعليم يافته ځوان وي. که څه هم زه دومره لويه نه وم خو ډېرو خلک زما د غوښتنې لپاره زمونږ کور ته په مرکه راتلل خو مور مې ددې لپاره ځوابول چې هغوى ډېرې پيسې نه درلودې.
مونږ ډېر غريبانه ژوند تېر کړى و له بله پلوه زما کورنۍ هيڅوك نه درلودل ځكه مورمې په دې خاطر چې په ځوانۍ کې له واده مخکې پرې چا جنسي تېرى کړى له واده وروسته ټولو خپلوانو ورسره خپلوي پرې کړې وه،پلار مې ناروغۍ راڅخه واخيست.مور مې له انزوا ستړې وه ځكه يې غوښتل ما داسې چا ته په نکاح ورکړي چې ډېرې پيسې ولري او په خپلوۍ يې نور خلك خپل کړي.
يو وخت زمونږ کور ته يوه ډله ښځې زما په مرکه راغللې خبره شوم داسې يوچاته مې غواړي چې له عمره يې 50کاله تېر شوي مور مې پرته له ځنډه ورته زما دسمال ورکړ ځكه هغه د يو شخصي شرکت مالک و ډېرې پيسې يې درلودې.
ښځې په سبا راغلې ماته يې شال راپرسر کړ او مبارکي يې راکړه زه حېرانه وم ډېر زيات مې وژړل او زما خفګان ډېر وخت دوام وکړ آن د ناروغۍ په بستر پرېوتم خو خبره نه وم چې په ژوند کې مې دا د خفګان او ژړا پيل دى هو دا زما د بربادۍ پيل و…
کله چې مې نامزاد خبر شو ناروغه شوې يم زماد پوښتنې لپاره زموږ کور ته راغى. لومړى ځل و چې ما هغه او هغه زه ولېدلم زړه مې ولوېد هغه ډېر بدشکله انسان و خونې ته له ننوتو سره سم يې زما په خور”ځلا” چې 11کلنه وه سترګې ولګېدې همداسې يې پکې سترګې ګنډلې وي چې مور مې په داسې حال کې چې له ډېرې خوشۍ يې په شونډو مسکا خپره وه زما په لورد لاس په اشاره وکړه وويل”دا ستا راتلونكي ميرمنه ده” زماد مخ رنګ له حيا سور شو په وجود مې يوه لړزه حاکمه شو.
سړي ددې لپاره چې زما ورخطايي لرې شي لاس يې د روغبړ لپاره راواوږ کړ ويې ويل “سلام اوس دې صحت څنګه دى؟
په نيمه بنده ژبه مې وويل زه ښ…ښه، ښه يم مننه.
له هغې وروسته يې زما له مور سره ډېرې خبرې وکړې ورڅخه يې زما عمر وپوښت مورمې وويل”نايله لور مې تازه ديارلس کلنه شوې.
ويې ويل همممم عمر يې ډېر دى ما غوښتل ميرمنه مې 11کلنه وي خو خير قسمت کې به مې همدا وه.
د غرمې له ډوډوۍ خوړولو وروسته زمونږ له کوره لاړ.
ددې لپاره چې زما زړه لاسته راوړي هره جمعه به يې زه چکر ته وړلم…
ورځې همداسې تېرېدلې درې مياشتې وروسته زمونږ واده تيار شو زه واده ته خوشحاله وم ځكه چې ماته مې خاوند د زرو ګاڼې کړې وې زما د واده په ورځ مې ورور زما لاس زما خاوند ته لاس کې ورکړ مبارکي يې وويله له هغې وروسته زما د خاوند زلمي زامنو زه او خاوند له لاسه ونيولو او ګلفوش موټر ته يې پورته کړو…
واده خلاص شو خاوند مې ډير خوشحاله و،يوه اونۍ وروسته زما خاوند راغى راته يې وويل راځه تا خپلې مور کره بيايم خو فکر دې وي د زرو ګاڼې دې وانه چوې او سينګار هم ونه کړې!
ما هم ومنله ورسره ډېره ساده روانه شوم يو وخت يې کور زما د کشر تره ور ته ودراوه کشر تره مې ډېر بد اخلاقي،قمار باز او چلباز ٶ. ورته يې وويل هن واخله دا ورېره دې او زما امانت راکړه ګورم چې زما کشرې خور ځلا لاس يې زما خاوند ته ورکړ زما تره ترې دوسوه زره افغانۍ واخيستې او خاوند مې زما له خور سره لاړ.
تره مې راته په قهرجنه لهجه وويل بې شرفې ته هم د خپلې مورپشان بد فعله وختلې مور دې زمونږ نوم بد کړ اوس ته زما په لمنه تور داغ شوې بې حيا…
زه نه پوهېدم چې ګناه مې څه وه خو کله چې مې د مور کور ته لاړم مور مې ژړل ويل يې د واده په دويمه ورځ دې خاوند مونږ کره راغلى ويل يې لور دې خداى خبره څومره هلکانو سره يارنه جوړه کړې وه په مادې تاوان کړه زه دې لور نه وژنم يوازې تاته يې سپارم او بدل کې يې ماته کشره لور دې ځلا راکړه نور ته پوه شه او ستا بې حيا لور ما پېغلې سره واده کول غوښتل نه کونډې ښځې سره.
مور مې وويل دا يوه هفته يې چې درڅخه تحقيق کاوه ډېره يې ووهلې؟
ما ويل نه! د څه تحقيق دا هر څه غلط دي ما هيڅ کوم بد فعل ندى کړى نو دا خبرې له کومه شوې؟ له خاونده مې وپوښته ما هيڅ کوم غلط کار ندى کړې.
مور مې وويل:بس منکرېږه مه ستا له لاسه مې يو ځل بيا سترګې ټيټې شوې نور نه غواړم مخ دې ووينم اوس مې له مخې ورکه شه.
د کورنۍ هيڅ غړي زما په خبره باور نه کاوه.
له واده او طلاق څخه يو کال وروسته مې کشري تره مور سره خبرې وکړي او په سلا يې زه يو اتيا کلن سړي ته چې ناروغ هم و د سل زرو افغانيو په بدل کې وپلورلم چې تر ننه پورې ورسره ژوند کوم ژوند مې له کړاوونو ډک دى دکورټول کارونه زه مخ وړم زما د دوهم خاوند کورنۍ غړي ډېر زيات دي يو پر شوره کور دى هر يو راسره بده رويه کوي راته وايي ته يې پر مونږ پلورلې يې.
ما خپل ژوند بايللى ټولې هيلې بايللي،ارمانونه مې دناسم رواج،د پيسو حرص،د هوس پرستو سړيو له امله تباه او برباد شو،ما نه زده کړې کړې وي او نه مې خپل حقوق پېژندل چې ويې غواړم زه بې مهره طلاق شوم،له ځانه د دفاع حق رانه کړل شو اوس يوازې د مرګ په طمعه د ژوندستړې شپې او ورځې سبا کوم .
زما يې څه که جمهوريت که امارت وي خو زما او زما پشان د نورو انجونو حقوق د ناوړه رواجونوله امله تر پښو لاندې شوي او کېږي.
له افغاني والدينو هيله کوم ورته د عذر ځولۍ غوړوم چې په خپلو لورګانو زده کړې وکړئ تر څو خپل حقوق وپېژني،اود ظلم پر وړاندې چوپ مه پاتې کېږئ تر څو نورې نجونې زما په شان قرباني نشي.