اتمر: د طالبانو له خوا د ښځو نیول د افغانی ټولنې ارزښتونو ته د شرم وړ سپکاوی وباله
اتمر: د طالبانو له خوا د ښځو نیول د افغانی ټولنې ارزښتونو ته د شرم وړ سپکاوی وباله

خبرگزاری زنان افغانستان: په کابل ښار کې د طالبانو د ډلې له خوا د ښځو د نیولو په اړه له غبرګونونو وروسته، د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې وویل چې دا عمل د هېواد ارزښتونو ته د شرم وړ سپکاوی دی. ښاغلی اتمر […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کابل ښار کې د طالبانو د ډلې له خوا د ښځو د نیولو په اړه له غبرګونونو وروسته، د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې وویل چې دا عمل د هېواد ارزښتونو ته د شرم وړ سپکاوی دی.

ښاغلی اتمر دغه موضوع پرون د “جدی ۱۹مه” په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې په جدی ډول وویل او زیاته یې کړه چې له ملګرو ملتونو غواړی چې د دغو مېرمنو د نیولو عاملان محاکمه کړی.

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانی ټولنې د ارزښتونو له مخې، په هر حالت کې د ښځو کرامت ته درناوى فرض دى او ټینګار یې وکړ، چې د دغه ناوړه عمل عاملین باید محاکمه شی.

ښاغلی اتمر د یوناما دفتر او د افغانستان لپاره د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ته په خطاب کې وویل، دا د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د ادارو او په ځانګړې توګه د یوناما مسوولیت دی چې د نوموړی د نیول کېدو په اړه ژر تر ژره هر اړخیزه څېړنه وکړی. د طالبانو له خوا د کابل له سړکونو څخه د نجونې او ښځو د نیولو مرتکبین ته دی نړیوال عدالت ته معرفی کری.

 

د یادونې وړ ده، چې د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې په دې وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې لسګونه ښځې او نجونې د حجاب د نه اغوستلو په پلمه د طالبانو له خوا نیول شوې او ځورول شوې دی.

د طالبانو دغه کړنه د بشری حقونو د سازمانونو او سیاسی چارواکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او تر دې مخکې عبدالرب رسول سیاف هم د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې ویلی وو: له خدایه ووېرېږئ او خلک مه شرموئ او د هغوی نجونې مه بندی کوئ.

 

خبرگزاری زنان افغانستان