بلنکین:امریکامتحده ایالات د پرونۍ زلزلې اغېزې څاری
بلنکین:امریکامتحده ایالات د پرونۍ زلزلې اغېزې څاری

خبرگزاری زنان افغانستان: امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلنکین پخپله ایکس شبکه لیکلی چې امریکا متحده ایالات د افغانستان په شمال لویدیځ کې د پرونۍ زلزلې اغېزې په دقت څاری. بلنکین چې پرون ورځ یې پخپله ایکس شبکه د هرات ولایت په اړه یادې څرګندونې کړی زیاته کړې ،چې ددوى بشر دوستانه همکاران د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلنکین پخپله ایکس شبکه لیکلی چې امریکا متحده ایالات د افغانستان په شمال لویدیځ کې د پرونۍ زلزلې اغېزې په دقت څاری.

بلنکین چې پرون ورځ یې پخپله ایکس شبکه د هرات ولایت په اړه یادې څرګندونې کړی زیاته کړې ،چې ددوى بشر دوستانه همکاران د افغانستان له خلکو سره بیړنۍ مرستې کوی.

داروپایی اتحادیې د بهرنیوچارو استازى جوسیف بورال فونټیلس وایی یاده ټولنه د افغانستان د خلکو سره ولاړه ده او ددوى ټیمونه لادمخه هرات ته د مرستې لپاره رسېدلې.

هغه پخپله ایکسپاڼه لیکلی”۶.٣درجې زورورې زلزلې ولړزاوه او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. اروپایی ټولنه د افغانستان له خلکو سره په بشپړ پیوستون ولاړه ده ،چې د دغې ناوړه پېښې له امله زیانمن شوی دی. د اروپایی اتحادیې ټیمونه لا دمخه د مرستې لپاره د ناورین سیمې ته رسیدلی.”

د بحران مدیریت لپاره د اروپا کمیسیون د بشری

مرستو او بیړنی غبرګون مسٶل یانز لنارچیچ پخپله ایکسپاڼه لیکلی، د اروپایی ټولنې بشردوستانه همکاران په هرات کې د زلزله ځپلو سره مرسته کوی او په هڅه کې دی د زلزلې اغېزې وارزوی څوداړتیا سره سم مرستې وکړی.

هغه همدا راز ویلی ،چې د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوی چې له مخکې د ستونزوسره مخ دى.

تر دې دمه ګڼو داخلی اوبهرنیو مطرحو څېرو د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړى، چې د پیښور د زلمی لوبډلې مالک جاوید آفریدی ٣میلیونه افغانۍ،د عزیزی بانک مشر میرویس عزیزی ٢٠٠میلیونه،کام ایر هوایی شرکت ١٠میلیونه افغانۍ او د افغانستان کرکټ بورډ،راشد خان او نبی عسى خیل هم د هرات د زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړی.اونورو بهرنیو موسساتو له لورې دبشردوستانه مرستې په موخه د هرات ولایت ته رسېدلی.

د هرات په ولایت کې تېره ورځ زلزلې له امله ٢۴۴۵تنه مړه،٢۴۴٠تنه زخمیان او ٢٠کلی وران ړنګ شول چې شمېر یې مخ په زیاتېدو دى او لا هم په سیمه کې د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دی.