د سنبلې پنځلم په ګرمسیرو ولایتونو کې د ښوونځيو د پیلیدو نیټه ده. خو د انجونو د شپږم صنف پورته د تګ هیڅ درک لا هم نه شته. هغه لاسونه چې کلونه د قلم سره عادت وو؛ کال وشو بې قلمه شوي دي. د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم په خپلو کې په یوه خوله […]
د سنبلې پنځلم په ګرمسیرو ولایتونو کې د ښوونځيو د پیلیدو نیټه ده. خو د انجونو د شپږم صنف پورته د تګ هیڅ درک لا هم نه شته. هغه لاسونه چې کلونه د
قلم سره عادت وو؛ کال وشو بې قلمه شوي دي.
د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم په خپلو کې په یوه خوله نه دي؛ ډیری یې لا هم نه پوهیږي چې انجونې یې ولې له ښوونځیو راګرځولي دي. ذبیح الله مجاهد وایي که یې په توان برابره وی؛ سبا یې د انجونو ښوونځي خلاصول.
د ننګرهار الایي لیسې زدکوونکې صدرا وایي چې بې برخلیکه ژوند کوي او هیڅ نه پوهیږي چې راتلونکی یې څنګه دی. هغې خبرګذاري زنان ته ویل« په یوه تیاره کې روان یوو، معلومه نه ده چې چیرته ځو. خدای ته وګورئ زمونږ ښوونځي پرانیزئ«.
د کنړ د چپې درې اوسیدونکی سید روښان وایي چې د لورګانو د زده کړو لپاره ننګرهار ته راکډه شوی؛ خو دا ارمان لکه چې بشپړ نشي. هغه له طالبانو غواړي چې د نړۍ سره د سیالۍ لپاره باید انجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویل« که حجاب بهانه کوی نو دا خو مونږ پرې له خپله کوره هم عملي کړی دی او که نصاب بهانه کوی ړو بیا یې په هلکانو هم بند کړئ».
د ننګرهار پوهنې ریاست په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او یوازې په دې جواب کړو چې دا د لوړ پوړو چارواکو پریکړه ده.