اوچا: په افغانستان کې د کورنیو ښځینه سرپرستانې تر ټولو زیان منونکې ډله ده
اوچا: په افغانستان کې د کورنیو ښځینه سرپرستانې تر ټولو زیان منونکې ډله ده

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، دا مهال په افغانستان کې د کورنیو د سرپستاانو په پرتله ښځې تر ټولو زیانمنې ډلې دی. دغه سازمان د معیشت لپاره په بیړنیو ستراتیژیو باندې ډیر تکیه، د انجونو د ودونو زیاتوالی، د خوړو خوندیتوب او د ماشومانو د کار […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی، دا مهال په افغانستان کې د کورنیو د سرپستاانو په پرتله ښځې تر ټولو زیانمنې ډلې دی.

دغه سازمان د معیشت لپاره په بیړنیو ستراتیژیو باندې ډیر تکیه، د انجونو د ودونو زیاتوالی، د خوړو خوندیتوب او د ماشومانو د کار زیاتوالی د دې زیانونو په توګه یاد کړی دی.

اوچا دغه مسایل په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې د «افغانستان د بشردوستانه اړتیاوو پلان او په ۲۰۲۴ کال کې ورته ځواب ویل» تر سرلیک لاندې خپور کړ.

اوچا په دغه راپور کې دا هم ویلی، چې د افغانستان نږدې نیمایی وګړی په بې وزلۍ کې ژوند کوی، چې ډېری یې ښځې دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د کورنیو یو شمېر ښځینه سرپرستانې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله د دوی له خراب اقتصادی وضعیت څخه شکایت کوی.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندی دی، خو د ښځو پر ټولنیزو، سیاسی او فرهنګی فعالیتونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ یې په ټولو نادولتی دفترونو، زیاترو دولتی ادارو کې ښځو له کار کولو منع کړی دی.

د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، په نادولتی ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، د مرستو کمولو او د ډېرو ښځو د بېکارۍ ترڅنګ بشری مرستو ته د ډېرو ښځو لاسرسی محدود کړی دی.

خو OCHA په خپل وروستی راپور کې ویلی، چې له خپلو شریکانو سره یې په ۲۰۲۴ کال کې د ښې همغږۍ او د مرستو د ښه رسولو لپاره د ۲۳،۷ میلیونو افغانانو له ډلې څخه چې ۴بشری مرستو ته اړتیا لری، ۱۷.۳ میلیونه کسانو ته لومړیتوب ورکړی، چې دغه کسان ۳،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لری.