دبښنې نړیوال سازمان له بند څخه د څلورو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
دبښنې نړیوال سازمان له بند څخه د څلورو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

دبښنې نړیوال سازمان له بند څخه د څلورو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه د بښنې نړیوال سازمان یا(Amnesty international) د طا.لب استخباراتو څخه وغوښتل چې ددوى په بندکې د څلور ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. یاد سازمان د یوې اعلامیې له مخې چې پرون د ډسمبر په اوومه(٧)یې خپره کړې له […]

دبښنې نړیوال سازمان له بند څخه د څلورو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان یا(Amnesty international) د طا.لب استخباراتو څخه وغوښتل چې ددوى په بندکې د څلور ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

یاد سازمان د یوې اعلامیې له مخې چې پرون د ډسمبر په اوومه(٧)یې خپره کړې له طالبانو غوښتی چې د ښځو دحقونو څلور فعالانې هریو ژولیا فارسی،ندا پروانی،منزه صدیقی او پاریسه آزاده پرته له هرډول شرطه سمدستی خوشی کړی.

هغوى همداراز ویلی چې طا.لبان له ٢٠٢١کال راهیسې د ښځو په وړاندې سخته پالیسی مخ ته وړی چې له مخې یې هغه ښځې چې ددوى پروړاندې اعتراض کوی په خپل سر نیولې او شکنجه کړی دی.

د اعلامیې په ټکوهغه ښځې چې د طالبانو له لورې نیول شوی په زندان کې مدافع وکیلانو او د کورنۍ لیدو ته لاسرسى نه لری او د ځینو ښځینه فعالانو کورنۍ نور غړی یې هم نیولی چې په زندان کې له بد چلند سره مخ دی.

اعلامیې زیاتوی چې نیول شوې ښځې بې ګناه بندیانې شوی چې د کوم جرم تور پرې نه دى لګول شوى او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې ډېر ژر یادې میرمنې له بنده آزادې کړی.

څه موده وړاندې په بشری حقونو د څار سازمان ویلی و چې د یادو میرمنو سربېره نورې ښځینه فعالانې هم د طالبانو لخوا نیول شوی چې نومونه یې رسنیز شوی نه دی او په زندان کې له بد چلند سره مخ دی.