د افغانستان امریکایی پوهنتون افغان نجونو ته د لوړو زده کړو زمینه برابروی
د افغانستان امریکایی پوهنتون افغان نجونو ته د لوړو زده کړو زمینه برابروی

خبرگزاری زنان افغانستان: د طالبانو د ډلې له خوا په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده کړو د محدودیتونو له لګولو سره، د افغانستان امریکایی پوهنتون په دې وروستیو کې ویلی چې افغان محصلینو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته به د زده کړو زمینه برابره کړی. امریکایی رسنیو خبر ورکړى، چې دغه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د طالبانو د ډلې له خوا په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده کړو د محدودیتونو له لګولو سره، د افغانستان امریکایی پوهنتون په دې وروستیو کې ویلی چې افغان محصلینو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته به د زده کړو زمینه برابره کړی.

امریکایی رسنیو خبر ورکړى، چې دغه پوهنتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړى، چې له دې کار څخه یې موخه د دغه هېواد د ښځو، نجونو او ځوانانو په منځ کې د تعلیمی ځواک پیاوړی کول دی، څو په افغانستان کې د تعلیمی وضعیت ښه والى وشی.

د ترلاسه شوی راپور له مخې، دا پروګرام د هغو زده کونکو لپاره ډیزاین شوی چې نهم او لسم ټولګی یې بشپړ کړی او ١١ ټولګی یې پیل کړی؛ خو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله دوی نه دی توانېدلی چې خپلې زده کړې پای ته ورسوی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوی چې دغه ښوونیز پروګرام د افغانستان د امریکایی پوهنتون له اساسی ارزښتونو سره سمون خوری، هغه ارزښتونه چې د بیان ازادۍ ته ژمنتیا، ازاده څېړنه، مساوی فرصتونه، فردی حقونه، زغم په کې شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو وروسته دغې ډلې پر افغان ښځو او نجونو بې شمېره محدودیتونه ولګول چې له امله یې نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوې دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګی پورې نجونې ښوونځی ته د تګ حق نه لری او د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړلې دی. هغه څه چې په نړۍ کې د چارواکو پراخ غبرګونونه درلودل.