د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې مطیع الله ویسا ژر تر ژره خوشې کړی
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې مطیع الله ویسا ژر تر ژره خوشې کړی

خبرگزاری زنان افغان: د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو د څانګې مشر عبدالحق وثیق ته په خطاب کې د یوه عریضې په خپرولو سره د مطیع الله ویسا د سمدستی او غیر مشروطه خوشې کولو کمپاین پیل کړی دی. په دغه عریضه کې د راه قلم ټولنې د مشر او د نجونو د […]

خبرگزاری زنان افغان: د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو د څانګې مشر عبدالحق وثیق ته په خطاب کې د یوه عریضې په خپرولو سره د مطیع الله ویسا د سمدستی او غیر مشروطه خوشې کولو کمپاین پیل کړی دی.

په دغه عریضه کې د راه قلم ټولنې د مشر او د نجونو د تعلیم د حقونو د مدافع مطیع الله ویسا د خوشې کېدو ترڅنګ د طالبانو له استخباراتو غوښتل شوی چې ژر تر ژره د هغو کسانو د تښتونې، خپلسری نیولو او شکنجې مخه ونیسی چې د سولې او د زده کړې حق لپاره مبارزه کوی.

په دې کمپاین کې د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو حکومت ته وویل: “د تعلیم په برخه کې د تبعیض سره د مبارزې کنوانسیون ته په درناوی سره سمدلاسه د ټولو عمرونو نجونو ته اجازه ورکړئ چې ښوونځیو ته لاړ شی او د هلکانو سره په مساوی توګه زده کړې ترلاسه کړی.”

مطیع الله ویسا د “مارچ په ۲۷مه” د کابل ښار د پنځمې امنیتی حوزې اړوند د خوشحال خان په سیمه کې د «ویس قرنی» له جومات څخه خپل کور ته د راستنیدو پر مهال د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو.

د بخښنې نړیوال سازمان وایی، د ویزې له نیول کېدو وروسته بله ورځ طالبانو د هغه پر کور چاپه ووهله او شخصی موبایل او لپ ټاپ یې ترې واخیست.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته د ره قلم ټولنې د مشر نیول کېدل تایید کړل. نوموړی په مرکه کې وویل: “د ویسا په نوم یو کس خپلسرې کړنې لرلې، نظام ته یې له خبرولو پرته پټې او ښکاره ناستې پیل کړې. له بهرنیانو سره یې اړیکې درلودې او له بهرنیانو یې امرونه اخیستل.”

د طالبانو د حکومت ویاند هم تور ولګاوه چې ویسا د نظام پر ضد کار کوی او باید د تحقیقاتو لپاره احضار شی.

د بخښنې نړیوال سازمان وایی، طالبانو ویسا په غیر قانونی فعالیتونو تورن کړی او کورنۍ یې د هغه د لیدو اجازه نه لری، او “هیڅ لاره نه وه چې د هغه د توقیف قانونییت ننګولی شی”.

د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاالله ویسا د “مارچ په ۲۹مه” (۹حمل) کې د تولنیزى رسنیو له یو ویدیو د خپاره کری وویل: چې پر خپل ورور د طالبانو لګیدلی تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا تورونه د توجیه وړ نه دی.

هغه زیاته کړه: “زموږ کړنې عامه وې، زموږ کړنې عامه وې، له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې موږ څه کوو ملت ته ښکاره ده، ټولې نړۍ ته معلومه ده، د هیچا په زیان نه، بلکې د افغانانو په ګټه وه. ملت، دا یو انسانی او مدنی حق دی، دا زموږ اسلامی حق دی چې له ملت سره خبرې وکړو او ملت باید خپل حق ترلاسه کړی.”

د «راه قلم» ټولنه یوه مدنی موسسه ده چې د بښنې نړیوال سازمان په وینا، په دغه سازمان کې ۳۰۰۰ رضاکاران په افغانستان کې د زده کړو حق ته وده ورکوی او ویسا هم د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو لپاره له خپلو حقونو څخه کار اخلی.

د بازداش ویسا په ملی او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د عالی کمېشنرۍ دفتر او د بشری حقونو د څار ادارې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د مدنی فعالانو د نیولو او زورونې د زیاتوالی خبرداری ورکړی و.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#