د بشری حقونو فعالان: عالمان باید په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو مخه ونیسی
د بشری حقونو فعالان: عالمان باید په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو مخه ونیسی

خبرگزاری زنان افغانستان: په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د اسلامی امارت له لوری د نجونو له نیول کېدو وروسته د افغانستان د بشری حقونو فعالانو ټولنې له دینی عالمانو غوښتی چې د دغو بندیانو د دوام او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو مخه ونیسی. دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ د […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د اسلامی امارت له لوری د نجونو له نیول کېدو وروسته د افغانستان د بشری حقونو فعالانو ټولنې له دینی عالمانو غوښتی چې د دغو بندیانو د دوام او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو مخه ونیسی.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ د دلو په ٨ مه په یوه بیان کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږی. د ښځو د حقونو مدافع او د «آزادۍ په لور د ښځو د غورځنګ» بنسټګره طاهره ناصری وایی، طالبان او دینی عالمان د ښځو په اړه نږدې یو شان نظر لری او له دینی عالمانو څخه د افغانستان د بشری حقونو د فعالانو غوښتنه په نتیجه‌ کی به عملی نه وی.

په همدې حال کې دکابل په لویدیځ کې شیعه عالمانو نن له غرمې مخکې یوه غونډه وکړه او د امر به معروف و نهی از منکر وزارت له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د نجونو د حجاب موضوع دې دوى ته پریږدی او د نجونو د نیولو او امنیتی سیمو ته د لیږدولو مخه دې ونیسی.

د افغانستان د بشری حقونو فعالانو هم د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له ادارو او خبریالانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشری ضد جنایتونو اسناد او راپور ورکړی.

د دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی، چې هېوادونه باید د اسلامی امارت له لوری د بشری حقونو د پراخې سرغړونې له امله د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو ډډه وکړی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د نجونو د نیولو موضوع د هېوادوالو په ځانګړې توګه د نجونو تر منځ جدی اندېښنې راپارولې دی، چې یوناما د دې خاورې د نجونو او ښځو سپکاوى بولی.

خبرگزاری زنان افغانستان