د بشری حقونو څار: د ښځو د حقونو د سرغړونې د پای ته رسولو لپاره باید د طالبانو حکومت تر نړیوال فشار لاندې راوستل شی
د بشری حقونو څار: د ښځو د حقونو د سرغړونې د پای ته رسولو لپاره باید د طالبانو حکومت تر نړیوال فشار لاندې راوستل شی

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار ډلې دوبۍ ته د افغان نجونو د یوې ډلې د زده کړو د دوام لپاره د سفر د بندیز په اړه غبرګون ښودلی او له نړیوالې ټولنې یې پر طالبانو سرپرست حکومت د لا زیاتو فشارونو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان نن سهار “د سنبلې د میاشتې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار ډلې دوبۍ ته د افغان نجونو د یوې ډلې د زده کړو د دوام لپاره د سفر د بندیز په اړه غبرګون ښودلی او له نړیوالې ټولنې یې پر طالبانو سرپرست حکومت د لا زیاتو فشارونو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان نن سهار “د سنبلې د میاشتې په ۴مه” په خپل پلیټ فارم کې لیکلی چې د کابل په هوایی ډګر کې د طالبانو حکومت ځواکونو لږ تر لږه ۶۳ نجونې دوبۍ ته د تعلیمی سفر لپاره له تګ څخه منع کړی دی.

د بشری حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې د پای ته رسولو لپاره پر اوسنی حکومت فشار راوړی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د متحده عربی اماراتو د یوه سوداګر خلف بن احمد الحبتور په مالی مرسته څه باندې سل تنه زده کوونکی دوبۍ ته ولاړ شی. خو سرپرست دولتی ځواکونو د کابل په هوایی ډګر کې د دغو نجونو د تګ مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت دغه اقدام سخت کورنی او بهرنی غبرګونونه راپارولی دی.

له دې جملې څخه د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې فلورېنسیا سوتو نینو د پنجشنبې په ورځ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې زده کړه یو له لومړنیو او خورا مهمو حقونو څخه دی چې ښځې او نجونې یې باید ولری.

هغه ټینګار وکړ، چې د نجونو د زده کړو مخنیوی نه یوازې په انفرادی توګه، بلکې پر ټوله افغانی ټولنه هم اغېزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په پای کې چې نجونې له زده کړو بې برخې کېږی، په افغانستان کې یو شمېر فعالو نړیوالو موسسو د “هیڅ نجلۍ له زده کړو بې برخې نه پاتې کېږی” په نوم یو پلان پیل کړ چې په کلیو او ښارونو کې سیمه ییزې ټولنې تنظیموی. د دغو موسسو مالی ملاتړ د هغې یوه برخه وه.

د پاملرنې نړیوال وایی، دغه ټولګی بریالی وو او یو شمېر نجونو په دې ټولګیو کې په ګډون سره د لیک لوست زده کړې کولې.

باید وویل شی، چې په تېرو دوو کلونو کې له پراخو نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د ښځو له پرله پسې اعتراضونو سره سره اوسنی حکومت نه یوازې دا چې اعلان شوی محدودیتونه لغوه نه کړل، بلکې د ښځو پر کار او ژوند یې نور محدودیتونه هم ولګول.

خبرگزاری زنان افغانستان