د خبریالانو د ملاتړ اداره: په تېرو دوو کلونو کې ۸۹۹ ښځینه خبریالانې د دندو پرېښودو ته اړې شوې
د خبریالانو د ملاتړ اداره: په تېرو دوو کلونو کې ۸۹۹ ښځینه خبریالانې د دندو پرېښودو ته اړې شوې

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو پر کار د سختو بندیزونو له لګولو او د خبریالانو له نیولو وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې شاوخوا ۸۹۹ ښځینه خبریالانې او ولایتونه اړ شول چې خپلې دندې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو پر کار د سختو بندیزونو له لګولو او د خبریالانو له نیولو وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې شاوخوا ۸۹۹ ښځینه خبریالانې او ولایتونه اړ شول چې خپلې دندې پریږدی.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلی چې په تېرو دوو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو پر کار محدودیتونه دومره زیات شوی چې د دې ننګونې له امله یو شمېر ازادو رسنیو خپلې اقتصادی سرچینې له لاسه ورکړی او ځینو یې د کار مخه نیولې ده.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ وروسته د کندهار، دایکنډی، هلمند، اروزګان، زابل،بغلان، تخار، نورستان، میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فراه په ګډون په ٢١ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې له کاره لوېدلې دی. غور، فاریاب، لوګر، فراه، فاریاب او خوست رسنیو ته د کار اجازه نه ورکول کېږی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره ټینګار کوی چې په فاریاب، سمنګان، بامیان، غزنی، خوست، پنجشیر، جوزجان، نیمروز، بغلان، بدخشان او بلخ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په خبری کنفرانسونو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

د شته معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو راهیسې د ښځینه رسنیو او خبریالانو شمېر له ۱۴۰۲ څخه ۴۶۳ ته لوړ شوی او یوازې ۲۸۴ یې په هېواد کې دی.

د راپور له مخې، په کابل او ولایتونو کې شاوخوا ۸۹۹ ښځینه خبریالانې د امنیتی ګواښونو، د رسنیو د اقتصادی کمزورتیا، د معاشونو په ورکړه کې د محدودیتونو، فرهنګی ستونزو او د طالبانو حکومت د پرله پسې محدودیتونو له امله خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دی.

دغه سازمان وایی، د تېر حکومت د دورې په پرتله د ښځینه خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب اداره وایی، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۲۵ پېښې ثبت کړی، چې په کې غیر قانونی یا له تاوتریخوالی ډک نیول، وهل او ټکول شامل دی.

په پای کې ویل شوی چې ښځې نه شی کولای په رسنیو کې له نارینه وو سره مرکه وکړی او یا هم له ماسک پرته د تلویزیون پر پرده ښکاره شی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له جوړېدو راهیسې، حکومت په پرله پسې ډول د بهرنیو خبریالانو په ځورولو تورن شوی او یو شمېر بهرنی خبریالان هم نیول شوی