د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو له کار کولو منع کول؛ ګوتریس: زموږ د مرستې وړتیا کمزورې شوې ده
د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو له کار کولو منع کول؛ ګوتریس: زموږ د مرستې وړتیا کمزورې شوې ده

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش په ننګرهار ولایت کې د دې سازمان په دفتر کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیز غندلی دی. ګوترش د “سه شنبې په شپه” په یوه ټویټ کې لیکلی، چې که دغه عمل ونه درول شی، په افغانستان کې اړو خلکو ته د […]

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش په ننګرهار ولایت کې د دې سازمان په دفتر کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیز غندلی دی.

ګوترش د “سه شنبې په شپه” په یوه ټویټ کې لیکلی، چې که دغه عمل ونه درول شی، په افغانستان کې اړو خلکو ته د بشری مرستو د رسولو وړتیا به کمزورې شی.

هغه ویلی دی: “زه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې پر خپلو افغان ښځینه همکارانو د کار بندیز په کلکه غندم. “که دا عمل بیرته و نه نیول شی، نو دا به په حتمی ډول هغو کسانو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولو وړتیا کمزورې کړی چې ورته اړتیا لری.”

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی ماموریت مشر نصیر احمد فایق وایی، چې په افغانستان کې د دې سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په غبرګون کې دغه سازمان خپل دفترونه تړلی دی.

د هغه په ​​وینا، طالبان غواړی د افغانستان لپاره له بشری مرستو څخه د سیاسی تورونو په خاطر پر ملګرو ملتونو فشار راوړی، نو له همدې امله یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ټولو مېرمنو له کار کولو بندیز لګولى دى.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر (یوناما) په افغانستان کې خپلو کارکوونکو ته ویلی، چې د امنیتی ګواښونو له امله دې د ۴۸ ساعتونو لپاره له کار کولو ډډه وکړی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#