د ملګرو ملتونو کارپوهان طالبانو ته: د ښځو او نجونو خپلسری بندی کول بند کړئ
د ملګرو ملتونو کارپوهان طالبانو ته: د ښځو او نجونو خپلسری بندی کول بند کړئ

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پرون (جمعه د دلو ۱۳مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره د ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د هزاره او تاجک توکمونو د ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پرون (جمعه د دلو ۱۳مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره د ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د هزاره او تاجک توکمونو د ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې دغه کار ودروی.

په اعلامیه کې ویل شوی چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې طالبانو په خپلسری ډول نجونې او ښځې د حجاب د نه اغوستلو په تور نیولی او له نیول شویو کسانو سره یې ناوړه چلند کړی دی.

د کارپوهانو دغه ډله وایی، طالبانو لومړی د کابل په لوېدیځ کې په هزاره مېشتو سیمو کې د ښځو په نیولو او توقیفولو پیل وکړ او بیا یې په چټکۍ سره دغه عملیات د کابل ښار تاجک مېشتو سیمو ته وغځول.

د دې اعلامیې له مخې طالبانو د بامیان، بغلان، بلخ او کندز په ګډون په نورو ولایتونو کې د ښځو نیولو ته دوام ورکړی.

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ د دې سازمان د کارپوهانو د ډلې له نورو غړو سره یوځای د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتی چې د بشری حقونو په اړه د افغانستان نړیوال مکلفیتونه چې د ټولو د له منځه وړلو کنوانسیون هم پکې شامل دی، رعایت کړی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د اعلامیې له مخې، طالب جنګیالیو د شاپینګ مالونو، ښوونځیو او کوڅو په ګډون په عامه ځایونو کې ښځې بندیانې کړی.

په دې اعلامیه کې له بندیانو او ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه ویل شوی: “د طالبانو په توقیف ځایونو کې توقیف شوی ښځې او نجونې د ورځې یوازې یوه ډوډۍ ترلاسه کوی او ځینې یې له فزیکی تاوتریخوالی، تهدید او ډار سره مخامخ شوی دی.”

اعلامیې زیاته کړې چې طالب جنګیالیو ښځې په زوره په موټرونو کې اچولې او په “بد حجاب” یې تورنې کړې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلی دی: “موږ پر طالبانو غږ کوو چې د ښځو او نجونو د ازادۍ د محرومیت ټولې قضیې د هغوی د پوښښ د لارښوونې پر بنسټ پای ته ورسوی او سمدستی ټولې هغه ښځې او نجونې خوشې کړی چې ښایی بندیانې وی.”

خبرگزاری زنان افغانستان