د ښځو لخوا جوړ شوی لاسی صنایعو ته د بازار نشتون څخه ددوى شکایت
د ښځو لخوا جوړ شوی لاسی صنایعو ته د بازار نشتون څخه ددوى شکایت

خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار کې یوشمېر صناعتکارې میرمنې ددوى لخوا تولید شویو شیانو ته د بازار نشتون له امله شکایت کوی. زرلښته صافۍ چې خیاطی کوی وایی هغه جامې چې دوى یې پخپل لاس جوړوی بازار نه لری او مجبوره ده چې خپل کار ته د پاى ټکى کېږدی. هغه وایی”ما مخکې د خیاطۍ کارګاه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار کې یوشمېر صناعتکارې میرمنې ددوى لخوا تولید شویو شیانو ته د بازار نشتون له امله شکایت کوی.

زرلښته صافۍ چې خیاطی کوی وایی هغه جامې چې دوى یې پخپل لاس جوړوی بازار نه لری او مجبوره ده چې خپل کار ته د پاى ټکى کېږدی.

هغه وایی”ما مخکې د خیاطۍ کارګاه درلوده،٣٠تنو نجونو راسره کار کاوه، د موسساتو لخوا راته تنخوا راکول کېده خو اوس نه شاګردانې نه لرم او نه معاش شته،اوس په ښار کې یو دوکان سره چې د ماشومان جامې پلوری قرارداد لرم جوړه په ډېرې سختی ګنډم او په ډېر ټېټ قیمت یې په دوکاندار پلورم هغوى راته ځکه رانه په ارزانه اخلی چې خرڅېږی نه وایی خلک دومره وس نه لری چې ګرانه بیه جامې واخلی،نوره ستړې یم غواړه دا کار پرېږدم”

د هغې په وینا د طالبانو حکومت لخوا د په غیر دولتی موسساتو کې دښځو په کار بندیز د دې په شان ډېرې میرمنې د غربت سره مخ کړی دی.

هغه له طا.لبانو غواړی چې په موسساتو کې د ښځو په کار بندیز لرې او دوى ته اجازه وکړی چې کار وکړی او حلال رزق لاسته راوړی.

سارا صافۍ چې هیله یې لرله د خیاطۍ لپاره ګنډل ځاى ولری او نورو میرمنو ته هم دکار زمینه برابره کړی وایی خپلې دې هیلې ته نه ده رسېدلې.

هغه وایی”زه تقربیا یو یا یو نیم کال مودې راهیسې خیاطی کوم.

ما په دې توقع او موخه کار پیل کړ ،چې لہ ځان سره به څو نورې میرمنې مصروفه کړم او هغوی ته به دکار زمینه برابره کړم ترڅو وکولاشی خپل ژونداو خپل ستونزو ته رسیدګی وکولاشی چی خو له بده بخته زه خپلې موخې ته ونه رسېدم،ځکه،چې مناسب کار ځای می نه درلود او اړین سامان الات چی پکارېږی نه مې درلودل.

د هغې په خبره د پخوا په څېر یې پیرېدونکی کم شوی او کار یې هم د تېر په پرتله شاتګ کړى دى.

هغه زیاتوی”د پخوا پرتله زمونږ کار شاہ تګ کړی،ځکه چې پخوا د خلکو اقتصادونه ښه وو خلکو به کالی ډېر کول اوپه میاشت کې به مو څلور پنځه جوړه جامې ګنډلې خو اوس داسی کیږی چی په میاشت که هیڅ جوړه نه ګنډو.”

یادې میرمنې د طالبانو له حکومته غواړی چې ددوى لاسنوی وکړی او د ښځو کار ته چې ددوى مشروع حق دى اجازه ورکړی.

څه موده وړاندې اروپایی ټولنې او ددوى همکارانو د سوداګرو ښځو د ملاتړه لپاره لس میلیارده مرسته اعلان کړې وه.