د یوناما سره د ښځو کار منع کول؛ ملګری ملتونه له طالبانو سره خبرې کوی
د یوناما سره د ښځو کار منع کول؛ ملګری ملتونه له طالبانو سره خبرې کوی

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، دغه سازمان اعلان کړی چې په دې برخه کې به له طالبانو سره خبرې وکړی. د سه شنبې په ورځ “حمل ۱۵” د فرانسې خبری اژانس د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ویاند “سټیفن دوجاریک” […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، دغه سازمان اعلان کړی چې په دې برخه کې به له طالبانو سره خبرې وکړی.

د سه شنبې په ورځ “حمل ۱۵” د فرانسې خبری اژانس د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ویاند “سټیفن دوجاریک” له قوله راپور ورکړ چې که څه هم دوی تر اوسه د طالبانو له خوا په اړوندو ادارو کې د ښځو د کار د منعې په اړه لیکلی سند نه دی ترلاسه کړی، خو له معتبرو سرچینو دوی ته خبر ورکړل شوی چې دغې ډلې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند ویلی چې د دغه سازمان یو پلاوی به نن په کابل کې له طالب چارواکو سره ددې معلومولو لپاره وکړی، چې دغې ډلې ولې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

سټیفن دوجاریک ټینګار وکړ چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره، د ملګرو ملتونو له اړوندو څانګو سره د ښځو کار اړین دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په دې وروستیو کې ویلی چې طالبانو په ننګرهار کې، د دوی ښځینه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په پای کې، په غیر دولتی ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#