طالبانو په بامیان کې درې تنه نیولی دی
طالبانو په بامیان کې درې تنه نیولی دی
 د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت له یکاولنګ ولسوالۍ څخه د دریو قومی مشرانو د نیولو خبر ورکوی.

د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت له یکاولنګ ولسوالۍ څخه د دریو قومی مشرانو د نیولو خبر ورکوی.

سرچینې د افغانستان ښځو خبری اژانس ته خبر ورکړ، چې د چهارشنبې په ورځ د غویی په ۵مه د طالبانو محکمې د یکاولنګ ولسوالۍ درې تنه په درېیو میاشتو بند محکوم کړل.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه سپین ږیری، حاجی نسیم، رئیس ابراهیم او اسلم زاور هر یو له ٧٠ کلونو ډېر عمر لری. دوی ۱۱ کاله وړاندې د یوې حقوقی شخړې د شاهدۍ په تور د طالبانو د محکمې له خوا په بند محکوم شوی دی.

خو د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

د یادونې وړ ده، چې له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ، دغې ډلې په بېلابېلو دلایلو یو شمېر کسان نیولی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان