ننګرهار کې د طالبانو په ډزو کې یو ملکی وګړی وژل شوی
 ننګرهار کې د طالبانو په ډزو کې یو ملکی وګړی وژل شوی

سرچینې خبر ورکوی چې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو په ډزو یو ملکی وګړی وژل شوی دی. یوې امنیتی سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (سې شنبه١٩ دمرغومې) وویل، چې تیره شپه شاوخوا :٣ د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند«چنګی قریې» په غریزه سیمه کې د طالبانو سرحدی […]

سرچینې خبر ورکوی چې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو په ډزو یو ملکی وګړی وژل شوی دی.

یوې امنیتی سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (سې شنبه١٩ دمرغومې) وویل، چې تیره شپه شاوخوا :٣ د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند«چنګی قریې» په غریزه سیمه کې د طالبانو سرحدی سرتیرو د اووم کنډک منسوبینو پر عامو خلکو ډزې کړی، چې پرمهال یې د حبیب الله په نامه د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوی یاد کس له خپلو نورو کلیوالو سره غره ته د لرګیو راوړلو په موخه روان وو، چې د طالبانو لخوا پرې ډزې وشې او ووژل شو.

بلخوا د هسکې مېنې ولسوالۍ طالب چارواکو هم یاده پېښه تائید کړې او په تړاو یې د دوو طالب سرتیرو د نیول کیدو خبر ورکړی.

له دې وړاندې هم د طالب سرتیرو په هوایې او خطایې ډزو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ګڼ شمیر ملکی وګړی ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د عامو وګړو توند غبرګونونه یې راپارولی وو.