ننګرهار کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
ننګرهار کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

د ننګرهار روغتیایې چارواکی په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د پیل خبر ورکوی. د عامې روغتیا رئیس مولوی امین الله شریف وایې، چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړ چې پر مهال به یې په ٢٢ ولسوالیو کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو […]

د ننګرهار روغتیایې چارواکی په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د پیل خبر ورکوی.

د عامې روغتیا رئیس مولوی امین الله شریف وایې، چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړ چې پر مهال به یې په ٢٢ ولسوالیو کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شی.

نوموړی زیاتوی یاد کمپاین یې نن پیل کړ، لس ورځو دوام وکړی، چې پر مهال به یې (١۶١٧١٠٠) هغه ماشومان واکسین شی چې تر لس کلنۍ کم عمر ولری.

هغه پر خلکو او خاص ډول پر مېندو او پلرونو غږ وکړ چې خپل ماشومان ته دې واکسین وکړی.

هغه دغه راز په دغه ولایت کې د پولیو په اړه دعامه پوهاوی لړۍ د پراخېدو خبره کوی او وایې، مختلفو ولسوالیو کې یې اوه سوه څلور اتیا (٧٨۴)میرمنې د عامه پوهاوې په پار پر دندو ګمارلی دی.

ننګرهار کې د پولیو ضد کمپاین داسې مهال پیلېږی چې روان کال هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوی چې ټولې یې ننګرهار کې دی.