په مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالی زیاتوالی
په مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالی زیاتوالی
سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوه جومات ملا امام شاوخوا ۳۰ ماشومانو سخت وهلي دي.

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلی چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوه جومات ملا امام شاوخوا ۳۰ ماشومانو سخت وهلی دی.

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی دی چې د شنبې په ورځ د حضرت ادریس جومات ملا امام دغه ماشومان، چې عمرونه یې د شپږو او اتو کلونو تر منځ دی او په دې جومات کې د دینی علومو په زده کړه بوخت دی، لومړی سخت وهلی دی او بیا یې د خولۍ د نه اغوستلو له امله د هغوی ویښتانو یې پرې کړه. او د دغو ماشومانو پر بدن د وهلو نښې لیدل کېږی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو، لکه کابل او تخار کې په مدرسو کې له ماشومانو د ناوړه استفادې، جنسی ځورونې او جسمی تاوتریخوالی راپورونه خپاره شوی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان