په ننګرهار کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا یو کس وژل شوی دی
په ننګرهار کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا یو کس وژل شوی دی
سيمه ييزو سرچينو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يو تن د وژل کېدو خبر ورکوی.

سیمه ییزو سرچینو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یو تن د وژل کېدو خبر ورکوی.

سرچینې د افغانستان ښځو خبری اژانس ته تایید کړې، چې دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کس د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دى.

ویل کېږی چې نوموړی د کونړ ولایت د نرنک ولسوالۍ اوسېدونکی و او په جلال اباد ښار کې اوسېده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه سیمه ییزو چارواکو څه نه دی ویلی.

کابو درې کاله کېږی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې مرموزې وژنې روانې دی. دغې ډلې په وار وار په هیواد کې د پراخ امنیت د تامینولو ادعا کړې ده.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس