په نیمروز کې د یوې ځوانې ښځه مړى په څاه کې موندل شوى دى
په نیمروز کې د یوې ځوانې ښځه مړى په څاه کې موندل شوى دى

خبرگزاری زنان افغان: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې په یوه څاه کې د یوې ځوانې ښځې مړى موندل شوى دى. سرچینې د جمعی په شپه د ” حمل ۱۸مه” له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې وویل، چې د دې ښځې مړى د “حمل په ۱۶مه” […]

خبرگزاری زنان افغان: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې په یوه څاه کې د یوې ځوانې ښځې مړى موندل شوى دى.

سرچینې د جمعی په شپه د ” حمل ۱۸مه” له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې وویل، چې د دې ښځې مړى د “حمل په ۱۶مه” د زرنج ښار د ۶۰ متره سړک سوېل لور ته له یوې څاه څخه موندل شوى دى.

ویل کیږی چې دغه ښځه شاوخوا ۲۲ کلنه وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وروسته له دې چې دغه ځوانه ښځه په ډزو ووژل شوه، جسد یې په یوه څاه کې اچولى دى.

په نیمروز کې طالبانو هم دغه خبر تایید کړی، خو نور جزیات یې نه دی ورکړی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنایی پېښې زیاتې شوې دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#