په هیواد کې د ښځو د کار مخنیوی؛ شپږو خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې د وږو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی
په هیواد کې د ښځو د کار مخنیوی؛ شپږو خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې د وږو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی

خبرگزاری زنان افغان: شپږو نړیوالو خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې په نړیوالو ادارو او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز به په افغانستان کې د وږو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی. دغو سازمانونو د “حمل په ۱۶مه” په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې که د […]

خبرگزاری زنان افغان: شپږو نړیوالو خیریه موسسو خبرداری ورکړی چې په نړیوالو ادارو او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز به په افغانستان کې د وږو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی.

دغو سازمانونو د “حمل په ۱۶مه” په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې که د ښځو پر کار بندیز لېرې نه شی، د وږو خلکو ژوند به له خطر سره مخ شی.

د ډنمارک د کډوالو شورا، اینترسوس، د ماشومانو د ساتنې سازمانونه، د ناروې د کډوالو شورا، د لوږې پر وړاندې اقدام او ورلډ ویژن خبرداری ورکړی چې د طالبانو پریکړه “د خلکو ژوند ژغورونکې مرستې لیرې کوی.”

دغو سازمانونو له طالب چارواکو غوښتی چې په خیریه موسسو او ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لغوه کړی.

باید وویل شی، چې د سه شنبې په ورځ “د حمل ۱۳ مه” طالبانو په هېواد کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو د کار د دوام مخه ونیوله.

د طالبانو دغه اقدام د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#