په کندز ولایت کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده
په کندز ولایت کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده
په کندز ولایت کې د طالبانو ډلې سیمه ایزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوه ځوان د ځان وژنې خبر ورکړی دی.

په کندز ولایت کې د طالبانو ډلې سیمه ایزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوه ځوان د ځان وژنې خبر ورکړی دی.

په کندز ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند جمال الدین خاکسار وایی چې یوه ځوان د دوشنبې په ورځ په کندز ولایت کې د عصبی ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

خاکسار زیاته کړه چې دغه ځوان سمیع الله نومېده او د دغه ښار د څلورمې ناحیې اړوند د الکوزی په کلی کې یې خپل ژوند ته د پاى ټکى کېښود.

په هېواد کې د طالبانو د ډلې په راتګ سره په ولایتونو کې د پام وړ شمېر ځوانان د بېلابېلو لاملونو له امله ځان وژنې ته مخه کړې ده.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس