په کندهار ولایت کې یو زوی خپل پلار په ډزو ویشتلی او وژلی دی
په کندهار ولایت کې یو زوی خپل پلار په ډزو ویشتلی او وژلی دی

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار په ښار کې ځایی سرچینې وایی، چې دغلته یو زوی تر لفظی شخړې وروسته خپل پلار په ډزو ویشتلی او وژلی دی. دغه پېښه پرون “دوشنبه د حمل په۱۴مه” مازدیګر د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند د (شهید پتیال) لېسې ته څیرمه رامنځته شوې ده. سرچینه زیاتوی، دغه زوی […]

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار په ښار کې ځایی سرچینې وایی، چې دغلته یو زوی تر لفظی شخړې وروسته خپل پلار په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

دغه پېښه پرون “دوشنبه د حمل په۱۴مه” مازدیګر د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند د (شهید پتیال) لېسې ته څیرمه رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوی، دغه زوی او پلار اصلی د کندهار ښار اوسیدونکی او پر یوې کورنۍ موضوع یې سره شخړه کړې چې له امله یې زوی پورته شوی او پلار یې په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په خبره، زوی د خپل پلار تر وژل کیدو وروسته له سیمې په تیښته بریالی شوی دی.

دغه راز کندهار کې د طالبانو امنیتی مسوولین هم د دغې پېښې پخلی کوی او زیاتوی چې د وژل شوی کس د زوی د نیولو لپاره یې پلټنې پېل کړی دی.

د دوی په خبره، یاده پیښه د کورنی تاوتریخوالی له امله رامنځته شوې او وژل شوی کس روغتون ته له رسیدو وروسته ساه ورکړې.

د طالبانو راتګ وروسته هیواد کې د فقر او بې روزګارۍ له امله کورنۍ ستونزې زیاتې شوی چې ډیر کله د داسې پیښو لامل ګرځی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#