په کندهار کې یوه اتلس کلن ځوان ځان وژنه کړې ده
په کندهار کې یوه اتلس کلن ځوان ځان وژنه کړې ده

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ښار کې یو سرچینی وایې چې په دغه ښار کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځان وژنه کړې او وژلی دی. سرچینه زیاتوی، چې دغه ځوان حمیدالله د تېرې دوشنبې په ورځ “د سنبلې ۶ مه” کندهار ښار د اتلسمې حوزې اړوند «ملایانو» سیمه کې ځان ځړولی دی. ویل کیږی چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په کندهار ښار کې یو سرچینی وایې چې په دغه ښار کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځان وژنه کړې او وژلی دی.

سرچینه زیاتوی، چې دغه ځوان حمیدالله د تېرې دوشنبې په ورځ “د سنبلې ۶ مه” کندهار ښار د اتلسمې حوزې اړوند «ملایانو» سیمه کې ځان ځړولی دی.

ویل کیږی چې حمیدالله د عصبی ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې او مړ شوی دی.

په ورته وخت کې د دغه ځوان کورنۍ هم وایی، چې له څه مودې راهیسې د عصبی سیسټم په ناروغۍ اخته و.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم یوه ماشوم د خپل پلار له وېرې ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې پاى ته ورساوه.