په کندهار کې یوه ښځه د خپل معتاد خاوند له خوا وژل شوې ده
په کندهار کې یوه ښځه د خپل معتاد خاوند له خوا وژل شوې ده

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت په نشه یی توکو روږدی یوه سړی خپله ځوانه مېرمن د رسۍ په وسیله وهلې او وژلې ده. د کندهار ولایت یوې ځایی سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په ډاګه شی، خبرگزاری زنان افغان ته دغه خبر تایید کړ او ویې […]

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت په نشه یی توکو روږدی یوه سړی خپله ځوانه مېرمن د رسۍ په وسیله وهلې او وژلې ده.

د کندهار ولایت یوې ځایی سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په ډاګه شی، خبرگزاری زنان افغان ته دغه خبر تایید کړ او ویې ویل چې دغه معتاد تېره شپه له وژلو وروسته تښتېدلى دى.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کندهار ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې د “ارګ” په سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د وحید په نوم دغه کس شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلود او په نشه یی توکو روږدی و.

سرچینه وایی، چې وحید له خپلې مېرمنې څخه د توکو د چمتو کولو لپاره پیسې غوښتې او له مخالفت سره مخ شو.

سرچینه زیاتوی، چې وحید او مېرمن یې اته کاله مخکې واده کړى و او درې ماشومان لری، چې عمرونه یې له درېیو څخه تر شپږو کلونو پورې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې قتلونه او تاوتریخوالی زیات شوی او د طالبانو له خوا د رسنیو د سخت سانسور له امله د دغو پېښو ډېری راپورونه نه ورکول کېږی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#