کندهار: پر کور ناسته  ښځینه کارکوونکو ته به معاش نه ورکوى
کندهار: پر کور ناسته  ښځینه کارکوونکو ته به معاش نه ورکوى

پر مؤسساتو د بندیزونو په لړ کې، تازه له کندهار څخه بل امر استول شوی، چې په افغانستان کې فعالې بهرنۍ او کورنۍ مؤسسې نور نشی کولای له کار څخه منع شوو او په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته معاشونه ورکړی. ټول والیان له استثنا پرته د دې امر په تطبیق مکلف ګرځول شوی. د […]

پر مؤسساتو د بندیزونو په لړ کې، تازه له کندهار څخه بل امر استول شوی، چې په افغانستان کې فعالې بهرنۍ او کورنۍ مؤسسې نور نشی کولای له کار څخه منع شوو او په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته معاشونه ورکړی. ټول والیان له استثنا پرته د دې امر په تطبیق مکلف ګرځول شوی.

د معلوماتو پر اساس، طالبانو په لومړیو کې په کور ناستو د ټولو وزارتونو او ادارو ښځینه کارکوونکو ته یوه اندازه معاش ورکاوه او هغوی به په اونۍ کې یوازې یوه ورځ دفترونو ته د حاضرۍ د لاسلیک لپاره حاضرېدې، خو دغه بهیر هم تېر ژمی بند او ټولې ښځینه کارکوونکې منفک شوې.

شاوخوا یو کال کیږی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویه موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار کولو، له کوره وتلو او په ټولنیزو چارو کې پر ګډون سخت بندیزونه ولګول شول.