خبرگزاری زنان افغان: د طالبانو بیا ځل واکمنېدو راهیسې کندهار کې یو شمیر په کار بوخت او بې کاره شوی خبریالان د نامناسب چاپیریال او اقتصادی ستونزو له امله په روانی ناروغیو اخته شوی دی. په کندهار ولایت کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو له کبله زیاتې رسنۍ تړل شوی او یو شمیر نورې […]
په کندهار ولایت کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو له کبله زیاتې رسنۍ تړل شوی او یو شمیر نورې د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دی.
په کندهار ولایت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول احمد لودین وایی، په دې ولایت کې زیات شمېر خبریالان د پخوانیو امنیتی پېښو او اقتصادی مشکلاتو له امله په روانی ستونزو اخته شوی.
دی زیاتوی، اوس مهال یې کندهار کې د هغو خبریالانو لپاره چې په روانی ناروغۍ اخته او له ګواښ سره یې مخ دی د روانی روغتیا ورکشاپونه پېل کړی دی.
لودین وایی، دغلته د شته خبریالانو روغتیایی وضعیت به د یوه متخصص ارواپوه له لوری ارزول کیږی او له هغه وروسته به ورته ځانګړې لارښوونې کیږی.
احمد لودین زیاته کړه: “کندهار کې خبریالان هر یو په هره برخه کې ستونزې لری، موږ دا شی درک کړی و، بیا مو دا ډول ورکشاپونه ورته پېل کړل، یوه دوره د روانی ناروغیو ورکشاپ مو ورکړ چې د کندهار د ملی، محلی او نړیوالو رسنیو شلو تنو خبریالانو پکې ګډون کړی و او دا پروسه به دوامداره کړو.”
کندهار کې خبریالان وایی، د طالبانو راتګ سره یو شمیر رسنیو خپل فعالیتونه درولی چې ورسره یوځای خبریالان هم بې کاره شوی او اوس د اقتصادی ستونزو له امله په روانی ناروغیو اخته شوی دی.
دی د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او نورو سازمانونو غواړی ترڅو د خبریالانو په روانی درملنه کې ورسره مرسته وکړی ترڅو هغوی وکولای شی په ښه ډول د ټولنې غږ بدرګه کړی.
دوی زیاتوی، که د طالبانو د بندو شویو رسنیو په بیا فعالیدو او بې کاره خبریالانو ته د دندې کاری فرصت رامنځته کړی نو د خبریالانو روانی ستونزې به تر ډېره حل شی.
نصیر احمد میرزایی کندهار کې هغه ځوان خبریال و، چې تېرکال یې د روانی ناروغۍ له کبله په خپل کور کې ځانوژنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال کندهار کې د یوې خصوصی رسنۍ بې دندې شوی خبریال نصیر میرزایی په خپل کور ځان وژنه وکړه او خپله ژوند ته یې د پای ټکی کیښود.
د هغه د ملګرو په وینا چې نوموړی له یوه کال راهیسې په روانی ناروغۍ اخته و، چې له همدې وجې یې ځان په ډزو وواژه.
همداراز کندهار کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د معلوماتو له مخې چې واک ته د طالبانو له رسیدو وړاندې په دې ولایت کې ۵۰۰ تنو په رسنیزه برخه کې دندې ترسره کولې چې له هغې ډلې اوس مهال یوازې ۳۰۰ او ۹ تنه پر خپلو دندو پاتې دی.
د دې بنسټ د معلوماتو پراساس چې د طالبانو له واکمنېدو څخه وړاندې کندهار ولایت کې شاوخوا ۲۱ بېلابېلو رسنیو فعالیت درلود چې له ډلې یې اوس مهال ۹ رسنۍ تړل شوی دی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#