یو این ډی پی: د تېرو درېو کالو راهیسې مو٧۵زره ښځینه سوداګریزوشرکتونو ملاتړ کړى
یو این ډی پی: د تېرو درېو کالو راهیسې مو٧۵زره ښځینه سوداګریزوشرکتونو ملاتړ کړى

د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام یا (UNDP) په یو راپور کې ویلی چې د ٢٠٢١کال څخه یې تر ٢٠٢٣کال پورې یې د مختلفو پروژو له لارې د ٧۵زره(٧۵،٠٠٠)دښځینه سوداګروپه مشرۍ شرکتونو ملاتړ کړى دى. دوى وایی چې یادې سوداګریز شرکتونه چې مشری یې ښځو کوله په سوداګرۍ،مالی مدیریت،متشبثیت،ډیجیټل بازار موندنې برخه کې ددوى د پیاوړتیا […]

د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام یا (UNDP) په یو راپور کې ویلی چې د ٢٠٢١کال څخه یې تر ٢٠٢٣کال پورې یې د مختلفو پروژو له لارې د ٧۵زره(٧۵،٠٠٠)دښځینه سوداګروپه مشرۍ شرکتونو ملاتړ کړى دى.

دوى وایی چې یادې سوداګریز شرکتونه چې مشری یې ښځو کوله په سوداګرۍ،مالی

مدیریت،متشبثیت،ډیجیټل بازار موندنې برخه کې ددوى د پیاوړتیا په موخه ملاتړ کړى دى .

د یاد پروګرام ویلی چې د مختلفو پروژو او نوښتونو له لارې یې په ټول افغانستان کې د اروپایی اتحادیې او جاپان حکومت په همکارۍ د ٣۵زرو څخه زیاتې کوچنۍ او منځنۍ کچې تصدۍ سره مالی او تخنیکی مرستې کړی چې ٩١سلنه یې د ښځو لخوا رهبری کېدلې.

دوى همدا راز ویلی چې په دې مرستوکې ښځو ته روزنه ورکول،تخنیکی ملاتړ،د شتمنیو اړ تجهیراتو چمتو کول شامل دی چې بازار ته د لاسرسی اسانتیا،د سپما،د سوداګریزواتحادیو جوړول یا پیاوړتیا،دپخلنځی جوړول او د کلی محصول ګروپونو جوړول او نورې ساحې په برکې نیسی.

سټیفن روډریکس د خصوصی سکټور د بیا ژوندی کولو لپاره کوچنی پورنه مهم بللی او ویلی دی،چې هڅه کوی د خپلو همکارانو په همکارۍ د ښځینه سوداګرو ملاتړ وکړی.

په دې راپور کې ویل شوی چې کوچنی او منځنی تشبثات د افغانستان د سوداګرۍ ٨۵سلنه برخه جوړوی چې یو پر درې١/٣برخه کاری ځواک په کار ګماری.

د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام په داسې حال کې د ښځینه سوداګرو د ملاتړ خبره کوی چې طا.لبانو د ښځو په کار بندیزلګولى او څو میاشتې وړاندې یې د ښځینه سینګاتونونو په فعالیت بندیز ولګاوه،چې ګڼې میرمنې یې له کار کولو محرومې کړی دی.