د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ښار کې یوه دوکاندار ځان په دار ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی. د لښکرګاه ښار د بارک مارکېټ یوه دوکاندار وویل چې دغه دوکاندار محمد نعیم نومېده او تېره شپه یې ځان وژنه کړې ده. د هغه […]
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ښار کې یوه دوکاندار ځان په دار ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
د لښکرګاه ښار د بارک مارکېټ یوه دوکاندار وویل چې دغه دوکاندار محمد نعیم نومېده او تېره شپه یې ځان وژنه کړې ده.
د هغه په وینا، محمد نعیم له ډېرې مودې راهیسې په بره کی برک مارکېټ کې پرچون پلورنځی درلود.
د دغه دوکاندار د ځان وژنې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د هلمند ځایی چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
اقتصادی ستونزې، بې روزګاری، خپګان او کورنۍ تاوتریخوالی په هېواد کې د ځان وژنې اصلی لاملونه بلل کېږی.
خبرگزاری زنان افغانستان