د پخوانی حکومت جنرال او زوی یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی
د پخوانی حکومت جنرال او زوی یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی
سیمه ییزو سرچینو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د پخواني حکومت د یوه جنرال او سره د زوی یې یوځای د نیولو خبر ورکړی دي.

سیمه ییزو سرچینو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د پخوانی حکومت د یوه جنرال او سره د زوی یې یوځای د نیولو خبر ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، متقاعد جنرال عیسى خان او زوى یې نجیب الله د شنبې په ورځ د غویی په لومړې نیټې د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی. دوی د افغانستان د پنجشیر ولایتغ څخه دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه پخوانی پوځی چارواکی او زوى یې له هېڅ ډلې سره نظامی او سیاسی تړاو نه درلود او په کابل کې یې عادی ژوند کاوه. د طالبانو د استخباراتو له خوا د دغه پلار او زوی د توقیف انګیزه لا هم څرګنده نه ده.

دغه راز پرون د طالبانو استخباراتو د پنجشیر ولایت یو بل اصلی اوسیدونکی خواجه میر مجاهد هم د کابل ښار په ۵۰۰ فامیلی سیمه کې له خپل کور څخه نیولی او برخلیک یې معلوم نه دی.

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو راهیسې د پنجشیر ولایت یو شمیر اوسیدونکی د نامعلومو دلایلو له مخې نیولی او بندیان کړی دی.

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس