رینا امیری:د طا.لبانو په زندان کې ښځینه بندیانو د بې عزتۍ له ویرې ځان وژنې کړې
رینا امیری:د طا.لبانو په زندان کې ښځینه بندیانو د بې عزتۍ له ویرې ځان وژنې کړې

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری ویلی چې دطالبانو په بند کې افغان ښځو د بې عزتۍ له ویرې ځان وژنه کړې. نوموړې نن ورځ(شنبه) په خپله ایکسپاڼه لیکلی ،چې د حجاب تر فرمان لاندې افغانان د سترو خطرونو سره مخ دی او هغه حکمونه چې دوى (طالبان) یې […]

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری ویلی چې دطالبانو په بند کې افغان ښځو د بې عزتۍ له ویرې ځان وژنه کړې.

نوموړې نن ورځ(شنبه) په خپله ایکسپاڼه لیکلی ،چې د حجاب تر فرمان لاندې افغانان د سترو خطرونو سره مخ دی او هغه حکمونه چې دوى (طالبان) یې د افغان ښځو او نجونو لپاره (دحجاب په پلمه)صادروی د دوى پر کورنیو ناوړه اغېزې لری.

هغې لیکلی چې د حجاب په پلمه سلګونه نجونې او ښځې نیول شوی،جریمه او شکنجه شوی او ځینې نجونې او میرمنې چې د شپې لخوا د طا.لبانو په بند کې وې د بې عزتۍ له ویرې یې ځان وژنه کړې.

آغلې آمیری خبردارى ورکړى چې د ښځو په وړاندې ناوړه چلندونه د افغانستان نیم نفوس ضایع کوی چې ددغه هیواد ځان بساینه اوثبات لوټ کوی.

نوموړې غوښتنه کړې چې د ښځواو نجونو په وړاندې ظلم،ناوړه اوبې رحمانه چلند پاى ته رسونې لپاره باید حساب ورکونه وشی.

میرمن امیری په داسې حال کې یادې څرګندونې کړې چې څه موده وړاندې د کابل او نورو ولایتونو کې د حجاب په پلمه په سلګونو میرمنې د طا.لبانو لخوا ونیول شوې چې د طالبانو یادې کړنې په ملی او نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول.