طالبانو په کابل کې د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی مشر نیولی دی
طالبانو په کابل کې د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی مشر نیولی دی
 ولسی سرچینو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو لخوا د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی رییس خواجه میر مجاهد د نیول کیدو خبر ورکوي.

ولسی سرچینو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو لخوا د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی رییس خواجه میر مجاهد د نیول کیدو خبر ورکوی.

د سرچینې په وینا د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی مشر خواجه میر مجاهد د شنبې (د غویی په لومړۍ ورځ) د سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی. په پیل کې د طالبانو استخبارات د هغه کور ته ننوتل او بیا یې له ګواښونو او سخت چلند سره یوړل.

د هغه د نیول کیدو لاملونه او انګیزه څرګنده نه ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

نوموړی څه موده وړاندې هم د طالبانو له خوا نیول شوی وو. او څو میاشتې د دغې ډلې له خوا په بند محکوم شوی وو.

مجاهد د پنجشېر ولایت اوسېدونکى دى او له څو کلونو راهیسې په بېلابېلو سپورټی فعالیتونو بوخت و. د جمهوریت د حکومت تر نسکورېدو مخکې نوموړی په کابل ولایت کې د پاور لفټنګ د فدراسیون مشر و.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره، د دې ډلې د استخباراتو له خوا د هېواد یو زیات شمېر وګړی د نامعلومو دلایلو له مخې نیول شوی او بندیان شوی دی.

 

د افغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس